Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»احمدشاه مسعود د تاریخ په پاڼو کې څوک دی او څوک نومول شوی!؟
    تورې څېرې

    احمدشاه مسعود د تاریخ په پاڼو کې څوک دی او څوک نومول شوی!؟

    صابر افغانصابر افغان2 جون 2025څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    احمد شاه مسعود د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو له هغو څهرو څخه دی چې په نوم اورېدلو سره یې د افغانانو ذهن ته، که یو خوا د شوروي اتحاد په وړاندې مبارزه ور یادیږي، خو بل خوا بیا د ياد شخص ناوړه کړنې یعنې جاسوسي، قومي تعصب او نورې سترګو ته نېغې ودریږي.

    احمدشاه مسعود د شوروي یرغل پر مهال ځانګړی شهرت ترلاسه کړ خو دا شهرت تر ډېره د غرب د ګټو پر اساس د بهرنيو استخباراتو له لوري د تمويل کېدونکو بهرنیو رسنیو او ځانګړو فرانسوي ژورنالیستانو په توسط رامنځ ته شو، د نوموړي دا شهرت د تبلیغاتو او غرب‌ پلوه انځورګرۍ له لارې وده وکړه.

    احمدشاه مسعود په ظاهره د شوروي اتحاد په وړاندې د مبارزې غږ بدرګه کاوه، خو عملي فعالیتونه او ځينې وېډيو‌يي کلیپونه یې دا روښانه کوي چې یاد شخص اکثره وخت وسلواله جګړه د خپلې سیمې، ژبې او قوم پر محور څرخول.

    احمدشاه مسعود په شعوري توګه د خاصو قومونو پر بنسټ تشکیلات رامنځ ته کول، د دفاع وزارت، استخباراتو او مهمو دولتي څوکيو ته یې خپل پلویان ټاکل، چې يادې چارې د افغانستان د قومونو ملي یووالی له منځه يووړ.

    احمدشاه مسعود بېلابېل قومونه د خپلو ګټو لپاره د ابزار په توګه استعمال او د نیابتي جګړو لپاره یې وسیله وګرځول. د ځینو پښتنو قوماندانانو سره یې لنډ مهاله تړونونه وکړل، خو کله چې یې اړتیا پوره شوه، له هغوی څخه یې مخ واړوه او همدا ډول یې د شمالي ټلوالې په جوړښت کې د ازبک، هزاره‌ او نورو قومونو شتون زیاتره وخت د خپل واک د پراخولو لپاره کاراوه.

    احمد شاه مسعود د خپلو داخلي سیاسي رقابتونو په ترڅ کې، نه تنها له حزب اسلامي، بلکې له ډېرو نورو جهادي ډلو سره په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې دا رقابتونه د نورو استخباراتي ادارو د استخباراتي ملاتړ پر اساس تاوده شول.

    د احمد شاه مسعود اړیکې د فرانسې، ایران، هند او حتی شوروي اتحاد سره ښې وې او له دې لارې یې له هغوی څخه استخباراتي، نظامي او مالي ملاتړ ترلاسه کاوه، خو ترڅنګ یې یادو اړيکو احمدشاه مسعود د یوې نیابتي لوبې مهره وګرځوله.

    د افشارو پېښه د ۱۹۹۳م کال د فبرورۍ پر ۱۱مه او ۱۲مه نېټه د کابل په لوېدیځ کې د هزاره ګانو پر ضد د احمدشاه مسعود، دوستم او سیاف د ملېشو له خوا رامنځ ته شوه چې د افغانستان د کورنۍ جګړې له تر ټولو خونړیو پېښو څخه شمېرل کېږي.

    د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch)او نورو د راپورونو له مخې، د احمدشاه مسعود او سیاف د ملېشو له خوا د افشارو او کارته سه په سیمو کې له ۱۰۰۰ څخه زيات هزاره وګړي ووژل شول او شاوخوا له ۷۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې کسان د سیاف د وسله والو له خوا له ځان سره يووړل شول، چې ځينې یې خلاص او ځینې تر اوسه پورې نادرکه دي.

    د افشارو پېښه د هزاره وګړو د وژنې، تاوتريخوالي او د قومونو ترمنځ د کرکې يوه دردونکې بېلګه ده، چې د افغانستان د تاريخ حافظې به یې هېڅکله مسخ نه کړي او ياده ناوړه تراژیدي به اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته د احمدشاه مسعود توره څهره بربنډوي او د يوه قاتل، جاسوس او پرديپال په نوم به یې ورپېژني.

    په ځينو مواردو کې احمدشاه مسعود له شوروي اتحاد سره موقت اوربندونه وکړل او له شوروي سره د جهاد پر مهال داسې اسناد او شواهد هم شتون لري چې ځينې وختونه یې له شوروي ځواکونو سره مستقيمې اړيکې نيولې او هڅه یې کول چې د پنجشېر دره له نیولو څخه وژغوري.

    د ليکوال له لوري په ليکل شوي کتاب «د روسانو سیاست په افغانستان کې» لیکلي، چې مسعود د افغانستان ضد جګړو کې له روسانو پلان اخیسته، چې دغه پلانونه افغانستان ته په ډېره ګرانه بیه تمام شول.

    ځينو کتابونو او معتبرو مقالو کې دا هم لیکلي، چې احمدشاه مسعود له روسانو سره په ۱۹۸۲م کال کې لومړی تړون لاسليک کړ چې درې مسايل په کې شامل وو: له روسانو سره د ببرک له پلويانو پټې خو مخامخ خبرې، د جګړې پر مهال د مسعود پوځي مرسته او د پنجشېر آزادي، خو په مقابل کی یې د استخباراتو د مشر کلينسويچ له خوا له مسعود سره د اتل کېدو ژمنه؛ کلينسويچ له مسعود سره په تړون کې په دې هوکړه وکړه، چې پر روسانو به مسعود بريد نه کوي، که د روسانو الوتکه ولوېده، نو د پيلوټ په ژغورلو کې به مسعود مرسته کوي او دوی به يې په مقابل کې مسعود ته پيسې او اسلحې ورکوي.

    په دویم تړون کې چې د احمدشاه مسعود او شوروي ترمنځ وشو، په هغه کې د مسعود پيسې اووه لکه امريکايي ډالرو ته لوړې شوې او د ياد تړون په اساس په پروان کې جګړه ودريدل.

    احمدشاه مسعود چې د افغانستان اکثریت وګړي یې د يوه پروتوکولي مشر په نوم پېژني، تر ډېره حده یې تنها د پروتوکول له لفظ سره اشنا دي، خو د پروتوکول اصلي ماهيت چې د شورويانو او مسعود ترمنځ شوی و، لاندې موارد پکې شامل وو:
    ١. د تاجکانو لپاره د ځانګړي سيمې ټاکل او هغوی ته خپلواکي ورکول.
    ۲. مسعود به د تاجکانو په ځانګړې سيمه کې د دوی په اصطلاح تروريستانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
    ۳. که مسعود د تاجکانو په ځانګړې سيمه کې له کوم ګواښ سره مخ شو، نو شورويان به يې مالي، پوځي او تر توپچي او هوايي بريدونو پورې مرسته کوي.
    ۴. په مرکزي حکومت کې د تاجکانو ځانګړو استازو ته برخه ورکول.
    ٥. تاجکان په پوځي ډلګيو کې نيول او د تاجکانو د ګټو ساتل.
    ٦. د تاجکانو په ځانګړې سيمه کې د امنيت او عادي ژوند سمون.
    ٧. د دولت له خوا د تاجکانو لپاره د سوداګرۍ زمينه مساعدول.
    ٨. د حيرتان او کابل لويو لارو او د تېرو شویو پايپ لينونو امنيت ساتل، همدا راز د سالنګ په مسیر کې د ټولو عملياتونو بندول او حتی دا چې پر روسانو به يو ډز هم نه کېږي.
    ٩. مسعود به د ورک شويو شورويانو او د وخت حاکم نظام د کارمندانو په راپيدا کولو کې مرسته کوي.
    ١٠. د لويې لارې په ۳۰ کيلومترۍ کې به عمليات بند وي او په نورو ساحاتو کې چې د مجاهدينو په ضد کوم عملياتونه کېږي، مسعود به د وخت حاکم نظام او شورويانو سره يو ځای په يادو عملياتو کې ونډه اخلي.

    دغه تړون د شاهنواز تڼي، جنرال ګروموف او احمدشاه مسعود ترمنځ لاسلیک شوی و، د مسعود او حکمتيار اختلافات له همدې ځايه راپيدا شول، چې نوموړي به تل د ۴۰م لښکر په مرسته پر حزبيانو عمليات کول.

    احمدشاه مسعود چې ځان غوښتونکی شخص و او هر وخت د قدرت او واک ترلاسه کولو لپاره د بهرنيو ملاتړو په لټه کې و او همدا تمه وه چې د خپل منځي جګړو بنسټ یې کېښود او داسې ناخوالې یې تر شا پرېښودې چې د ولسونو د تفرقې ته یې لار هواره کړل او د سیاسي رقابتونو له امله د ده انګېزې او مسیر انحراف وکړ. د اسلامي نظام پر ځای یې د یوې تنظیمي واکمنۍ او د ملي یووالي پر ځای د شمالي ټلوالې بنسټ کېښود.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهعدلیې وزارت: ننګرهار کې د حاجي قدیر ښارګوټي په نامه څه باندې ۱۲سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود؛ په سیمه ایزو لوبو کې د فرانسې نوې وسیله

    24 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان…

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.