د جمهوریت د شل کلنې دورې په اوږدو کې، د احمدشاه مسعود شخصیت د هغه د پلویانو د پراخو تبلیغاتو له امله، تل د تبلیغاتو او یو اړخیزو روایتونو تر سیوري لاندې پاتې شوی دی؛ خو پر تاریخي اسنادو او شواهدو باندې مرور ښیي چې هغه نه یوازې یو «ملي اتل» نه و، بلکې په پردیو جاسوسي ادارو پورې یوه تړلې مهره و.
په دې لیکنه کې، د احمدشاه مسعود د پټو اړیکو څلورو مهمو برخو ته اشاره شوې چې له صهیونیستي شبکو، د هند له جاسوسي ادارې (RAW)، د ایران له اطلاعاتو ادارې (واواک) او د پاکستان له (آیایسآی) سره یې درلودې؛ هغه بهرنۍ ادارې چې د احمدشاه مسعود په ژوند کې یې په هره برخه کې څرګند رول درلوده.
د صهیونیستانو له استازي سره د مسعود ژورې اړیکې:
د احمدشاه مسعود د سیاسي ژوند یو له تیاره اړخونو څخه له برنارد لېوي، مشهور فرانسوي صهیونیست سره د هغه اړیکه ده؛ هغه څېره چې په بنګلهدېش، بوسنیا، لیـبیا او اوکراین په څېر په مختلفو هېوادونو کې یې د بحرانونو په را منځته کولو کې پېژندل شوی رول لوبولی.
لېوي په ۱۹۸۱ او ۱۹۹۸ میلادي کلونو کې دوه ځله پنجشیر ته سفر وکړ او له احمدشاه مسعود سره یې پټې ناستې وکړې. د لوېدیځو سرچینو اسناد او شواهد او همدارنګه د هغه وخت ویډیویي ثبتونه ښیي چې لېوي حتی د مسعود د جنګیالیو په منځ کې وینا کړې او هغوی یې له طالبانو سره جګړې ته هڅولي دي؛ هغه اړیکه چې په روښانه توګه ښیي چې مسعود د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د صهیونیستي پروژو په خدمت کې و.
د یادونې وړ ده چې د مسعود له وژل کېدو وروسته، د صهیونیستي رژیم د استازي او د مسعود د کورنۍ ترمنځ دا پیاوړې اړیکه پای ته و نه رسېده؛ ځکه چې د جمهوريت نظام له سقوط وروسته هم، احمد مسعود (د هغه زوی) او برنارد لېوي د لیدنې عکسونه په رسنیو کې خپاره شول؛ هغه لیدنې او غونډې چې د صهیونیستي رژیم سره د مسعود کورنۍ د تړاو دوام څرګندوي.
احمدشاه مسعود د هند د جاسوسي ادارې (RAW) په خدمت کې:
معتبر اسناد ښیي چې احمدشاه مسعود د هند د بهرنۍ جاسوسي ادارې (RAW) له مهمو مهرو څخه و. یو هندي ژورنالیست (یاتیش یاداو)، د «څېړنې او تحلیل څانګه» په نوم خپل کتاب کې څرګنده کړې چې (RAW) د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال د احمدشاه مسعود په ګډون درې افغان قوماندانان استخدام کړي وو.
په دې همکاریو کې مالي تمویل، نظامي ملاتړ او د وسلو لېږد شامل وو. له مسعود څخه د هند اصلي موخه، په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ مخنیوی او د دې پالیسۍ د پلي کولو لپاره له هغه څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل وو.
د دې ملاتړونو په بدل کې، احمدشاه مسعود خپله سیاسي خپلواکي قرباني کړه او د نويدهلي موخو ته د خدمت کولو لپاره په یوې مهرې بدل شو؛ یو څرګند تړاو چې د افغانستان ملي عزت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د هغه د خیانت یوه بېلګه وه.
احمدشاه مسعود او د ایران له جاسوسي ادارې (واواک) سره همکاري:
د مسعود په اړه یوه بله لږه یاده شوې برخه، د ایران د اطلاعاتو ادارې (واواک) سره د هغه نږدې اړیکې دي. د «فار ایسترن اکونومیک رویو» راپور د ۱۹۹۶ز کال د فبروري په میاشت کې ښیي، چې ایران له مشهد څخه بګرام ته یو هوایي دهلیز جوړ کړی و او هره ورځ یې د مسعود ځواکونو ته وسلې او تجهیزات لېږل.
یوازې په یوه ورځ (د ۱۹۹۵ کال د نومبر په ۲۲مه)، دیارلس ایرانۍ الوتکو په بګرام کې ناستې وکړې او اړین تجهیزات یې د مسعود خلکو ته ورسول؛ هغه تجهیزات چې په هغه وخت کې د کورنیو جګړو د پیلولو او د دې جنګسالارانو لخوا د افغانانو د وژنې لپاره کارول کېدل.
دا پراخه همکاري یوازې تر رسنیزو راپورونو پورې محدوده نه ده. باب ووډوارډ په خپل کتاب (Bush at War ۲۲۵ مخ) او سټیو کول په (Ghost Wars ۵۳۹ مخ) کې هم تائید کړې چې ایران مسعود ته میلیونونه ډالر نغدې پیسې او زرګونه میله وسلې ورکړي دي. له همدې امله احمدشاه مسعود حاضر شو چې د افغانستان خپلواکي قرباني کړي او د ایران سیمهایزو موخو ته خدمت وکړي.
احمدشاه مسعود؛ د پاکستان د آیایسآی اجیر شوی قوماندان:
په داسې حال کې چې د مسعود پلویان تل خپل مخالفین، په ځانګړې توګه طالبان، له پاکستان سره په تړاو تورنوي، تاریخي اسناد بیا ثابتوي چې هغه(مسعود) پخپله کلونه د آیایسآی په خدمت کې و.
پیټر تامپسن، له مجاهدینو سره د امریکا استازي په خپل کتاب(The Wars of Afghanistan ۱۰۸ مخ) کې لیکي چې په ۱۹۷۵ کال کې آیایسآی د افغان مجاهدینو یوه ډله، چې احمدشاه مسعود هم پکې شامل و، وروزل او افغانستان ته یې ولېږل.
تامپسن د همدغه کتاب په (۴۱۵) مخ کې زیاتوي چې مسعود د پاکستان د اردو له لوی درستیز جنرال میرزا اسلم بېګ سره په یوه لیدنه کې د وسلو ډک باروړونکي موټر او ۷۰ میلیونه پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړې.
په پایله کې باید ووایو چې د مسعود د بدنامو پلویانو له څرګندونو سره، سره د تاریخي اسنادو او معتبرو سرچینو څېړنه ښیي چې احمدشاه مسعود تر «ملي اتل» ډېر په څلورو جبهو کې بهرنیانو ته خدمت کاوه؛ له صهیونیستانو سره همکاري، له هند سره تړاو، له ایران څخه د مرستو ترلاسه کول او د پاکستان لپاره مزدوري کول.
دا ډول مخینې ثابتوي چې هغه د افغانستان خپلواکي او د دې خاورې کړېدلی ملت په ځلونو د بهرنیو موخو قرباني کړ او په عمل کې یې د هېواد د خپلواکۍ کمزوري کولو او د جګړې او بحران د دوام لپاره لار هواره کړه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.