شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټلیفوني اړیکې له لارې د سوریې پر روان وضعیت، د هېواد خپلواکۍ پر ساتنې او ګډو همکاریو خبرې کړې دي.د سوریې حکومت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتلو او د ثبات لپاره د هڅو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.دغه راز دې ټلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سیمې پر مهمو مسئلو هم خبرې شوي او سوریې ته د نويو فرصتونو ورکولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.