د افغانستان د وروستیو لسیزو په جګړو کې یو شمېر څېرې د سیاست، جګړې او بهرنیو قدرتونو د لوبو او تبليغاتي کمپاين په پایله کې د خلکو ذهنونو ته د اتل، قهرمان او د هېواد د ژغورونکي په توګه ور معرفي شول. له دغو څېرو څخه یې یو هم احمد شاه مسعود دی چې پلویانو یې هڅه کړې له نوموړي څخه قهرمان او یوه نه تکرارېدونکي څېره جوړه کړي. دا ټول په داسې حال کې چې د ده د ژوند حقیقي کارنامه له دې تبلیغاتي څېرې سره بشپړ تضاد لري او په دې جګړو کې ځینې څېرې په مصنوعي ډول د اتلولۍ تر کچې پورته کړل شوې. د احمد شاه مسعود نوم د همدې ډول جوړو شویو اتلانو په ډله کې ګڼل کېږي، چې پلویانو یې هڅه کړې د ملت د قهرمان او یو بې ساري رهبر په توګه یې معرفي کړي.
مسعود د افغانستان د خپلواکۍ نه بلکې په حقیقت کې د یوې خاصې سیمې او یوې ځانګړې ډلې د واک لپاره جګړه کوله. د هغه جګړې هېڅکله د ټول ملت د ژغورنې لپاره نه وې، بلکې د قدرت د انحصار او شخصي مقام لپاره وې او مسعود د جګړې د اوږدېدو او د سولې د سبوتاژ یو اصلي عامل و، ځکه چې د واک په وېش کې یې هېڅکله ملي اجماع نه منله او د هغه د قهرمانۍ تر شا یوازې د واک تږي تمایلات پراته وو.
په (۱۹۹۲-۱۹۹۶) خپلمنځي جګړو کې د هغه د ډلې له خوا زرګونه ملکيان ووژل شول، کورونه وران شول او ښار په کنډوالو بدل شو. که نوموړی واقعاً د سولې غوښتونکی وای، د واک د انحصار پر ځای به یې د نورو ډلو سره دایمي جوړجاړی کړی وای، خو برعکس مسعود د جګړې د ماشین رهبر و، چې د خپلې ډلې د تسلط لپاره یې د کابل ښار د ملکي وګړو وژل روا ګڼل.
د افغانستان په تاریخ کې داسې ګڼ شمېر څېرې تېرې شوې دي چې د خپل وخت د جګړو له مخې یې زیات مهارتونه او نفوذ درلود. د مسعود کارنامه هم یوازې د بهرنیو هېوادونو(هند، ایران، روسیې او فرانسې) د استخباراتي ادارو په برکت وه. که دغه بهرنی ملاتړ نه وای، هغه به د یوې خاصې سیمې له يو محدود قوماندان څخه زیات نه و، خو دا د بهرنیو استخباراتو يوه مهره وه چې په ډېر سيستماتيک ډول ورته په پراخه کچه تبليغات کېدل او د همدې تبليغاتو په مټ لوی ښوودل کېده خو په حقیقت کې یې هېڅکله ملي خپلواکي نه لرله.
احمدشاه مسعود د شوروي د یرغل پر مهال ځانګړی شهرت ترلاسه کړ خو دا شهرت تر ډېره د غرب د ګټو پر اساس د بهرنيو استخباراتو له لوري د تمويل کېدونکو بهرنیو رسنیو او ځانګړو فرانسوي ژورنالیستانو په توسط رامنځ ته شو، د نوموړي دا شهرت د تبلیغاتو او غرب پلوه انځورګرۍ له لارې وده وکړه.
د مسعود واک یوازې د شمال په محدودو سیمو کې اغېزناک و او د نورو قومونو په وړاندې یې قومي او سمتي سیاست درلوده. دا په حقیقت کې د ملت جوړونې پر ځای د ملت وېش ته لار هوارول او مسعود د ملي یووالي د ړنګولو یوه بنسټیزه څېره وه، چې د سیمې پر قومونو یې د باور او یووالي پر ځای د شک او دښمنۍ تخم وکره او ولسونه یې د يو بل پر وړاندې ودرول.
احمد شاه مسعود د خپلو داخلي سیاسي رقابتونو په ترڅ کې، نه تنها له حزب اسلامي، بلکې له ډېرو نورو جهادي ډلو سره په کورنۍ جګړه کې ښکېل پاتې شو، چې دا رقابتونه د نورو استخباراتي ادارو د استخباراتي ملاتړ پر اساس تاوده شول.
د احمد شاه مسعود په اړه مشهور د اتلولۍ روایتونه د تاریخي واقعیتونو سره سمون نه لري او نه هم د ملت قهرمان و، نه د سولې غوښتونکی او نه هم یو بې ساری رهبر، بلکې د هغه کارنامه د جګړې اوږدول، د قومي وېش رامنځ ته کول او د بهرنیو اجنډاوو پر مخ وړل وو ځکه چې د کابل د جګړو ملکي قربانیان د هغه د اتلولۍ تر ټولو ستر رد دی.
د احمد شاه مسعود د پلویانو تبلیغاتي هڅې د تاریخ د تحریف یوه بڼه ده، چې د جګړې، ملکي تلفاتو، بهرني ملاتړ او د ملي یووالي د وېش د حقایقو د پټولو لپاره کارول کېږي. د افغانستان راتلونکی یوازې هغه وخت د رڼا په لور تلای شي، چې د دروغجنو اتلولیو پر ځای رښتینی تاریخ ومنل شي او د ملت حافظه د واقعي ملي ارزښتونو پر بنسټ تنظیم شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.