Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!
    لیکني

    احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!

    عمران آغاعمران آغا9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: مبارز هروي

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    لومړۍ برخه؛ د پنجشیر په کانونو باندې د احمد شاه مسعود د تسلط کیسه:

    افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې د پرېمانه معدني او طبعي زېرمو له لرلو سره سره، د نړۍ یو له بې وزله هېوادونو څخه دی، د دې ناوړه حالت تر ټولو ستر لامل د نړیوالو اشغالګرو بريدونه او ورپسې د لوټمارو جنګي قومندانانو تسلط ګڼل کېږي.

    په دې لیکنه کې د نړۍ د دویمې درجې قیمتي ډبرې یا زمرد ترخه تاریخ ته کتنه کوو، هغه زمرد چې په پنجشیر کې کشف او تمه وه چې د ټولو افغانانو ملکیت وي، خو له بده مرغه د احمد شاه مسعود او د هغو د پلویانو ناوړه لاسونو ته وغورځېدل.

    په پایله کې لکه څرنګه چې تمه کېده، د دې پر ځای چې د خدای له دې نعمت څخه د افغان ملت د ښه ژوند او رفاه لپاره کار واخیستل شي، د مسعود او د هغه د پلویانو د تنظیمي او ګوندي جګړو د سوند موادو په توګه وکارېدل، چې د کورنیو جګړو اور تر پخوا ډیر ورسره تازه شو.

    د افغانستان زمرد د لومړي ځل لپاره د یوه روسي جیولوجیسټ لخوا په ۱۹۷۰ کال کې د پنجشیر د روات د کلي په ختیځ کې، د بزمل په کان کې کشف شول.

    د پنجشیر په کانونو د احمد شاه مسعود واک:

    سلطان جان کلیوال چې له ۱۹۷۶ څخه تر ۱۹۷۸ ز کال پورې د کانونو او صنایعو وزارت د کانونو او ځمکې پیژندنې په برخه کې په عملي او اداري کارونو بوخت و، د احمد شاه مسعود په لاس د پنجشیر د زمردو د کانونو د لوټ کیسه په دې توګه بیانوي:

    د ۱۳۵۷ کال د زمري په میاشت کې ما د جیولوژیکي او کانونو د سروې ریاست په استازیتوب خپله اکتشافي ډله جوړه کړه او د زمردو د کانونو د ساحوي چارو د پرمخ بیولو لپاره د پنجشیر ولسوالۍ(اوسني ولایت) ته لاړم؛ زموږ کاري ډله چې له دوه شوروي متخصصینو او اووه افغان انجینرانو څخه جوړه وه، د تخنیکي او اداري مامورینو، تکړه او مسلکي کارکوونکو په ګډون ټولټال ۳۵ تنو کار پیل کړ.

    دا هغه ورځې وې چې احمدشاه مسعود تازه له پاکستان څخه پنجشیر ته راستون شوی و، لږ وروسته د پهلوان محمدجان د مړینې اوازې خپرې شوې چې ویل کېدل د مجاهدینو مشر دی، وروسته خبر شوو چې احمد شاه مسعود د مجاهدینو مشر وټاکل شو.

    زموږ په مزدورانو کې امرالله صالح هم و، چې هغه مهال د یوولسم ټولګي زده کوونکی و، زموږ د ډلې مشر انجینر عبدالواسع له ځانه سره بوتلو او د هغه نمونو په لېږدولو کې یې ورسره مرسته کوله چې له بېلابېلو ځایونو څخه به یې د نورو څېړنو لپاره اخیستې.

    دوام لري…

    مخکینۍ مقالهباغیان څوک دي؟ (۱۲)
    راتلونکي مقاله جوزجان کې د قوشتېپې_درزاب سړک د اساسي جوړولو چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    ولې د مقاومت هیلې له امریکا نه پرې کېږي؟

    5 اپریل 2026

    د ملګرو ملتونو تکراري نسخې؛ ولې بندیزونه بې ګټي دي؟

    4 اپریل 2026

    د افغان ښځو حقونه؛ د استخباراتي کړیو د سوداګرۍ ابزار

    3 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 6 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    دا ډېره بوږنوونکې ده چې د سیاسي فعالیت په بهانه د افغان ولس پر زخمونو…

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.