لیکوال: بریالی کوهستاني
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د سوال په اوبو ژرندې نه چلېږي، وطن د بل ناورین تحمل نه لري.
افغانان له جګړې دومره متنفره دي چې د جګړې له نامه سره یې زړه راجګېږي، د دې وطن د بورو مېندو او ورارو خویندو پرهرونه لا تازه دي، لا یې زخمونه سره نه دي ورغلي.
د ګاندي خبره که جګړو کې د جګړو د رهبرانو زامن ووژل شي په نړۍ کې به جګړې پای ومومي.
احمد مسعود بهر کې کورونه، سرمایې او بهترین ژوند لري دایې د پنجشیر له دهقان څخه څه خبر دی چې څنګه ژوند لري؟
دی د بدخشان د پامیر له محرومو خلکو څه خبر دی چې هره ورځ یې ناروغان تر روغتونه نه رسول کېږي او ضایع کېږي.
احمد مسعود د اندرابونو له مظلومو او فقیرو خلکو له لوږې له حال نه دی خبر.
بس ده ته فرانسویان، روسان، انګریزان او امریکایان تر پښو لاندې سرې غالې د دې لپاره غوړوي چې دی په وطن کې د سرو وینو ویالې وبهوي.
بهرنیان دومره لیوني او وزګار نه دي چې په هر چا سرمایه ګزاري وکړي او د هرچا تر پښو لاندې غالۍ وغوړوي او خپلې ټولې رسنۍ باندې ورته هوا ورکړي.
دا د جنګ نشه دې مسعود له سره وباسي، زموږ وینه دومره ارزانه نه ده چې نور دې په پردیو جګړو کې تویه شي او زموږ د جسدونو په قیمت دې د دوی مالي اکونټونه وپړسېږي.
دا تاریخي شرم او تاریخ ننګین مسولیت دی چې یو خامه خوله هلک دې په غربي او شرقي ښامارانو غږ وکړي چې موږ ته پیسې راکړﺉ چې موږ خپل خلک وژنو.
بهرنیان ستراتیژیک اهداف لري که د لسو افغانیو یوې مرمۍ ورته زر افغانۍ ګټلې بیا هر څه کوي که نه هغوی په اسانه سرمایه ګزاري نه کوي.
بهرنیان عقیدوي جګړې نه کوي څومره چې اقتصادي جګړو کې بوخت دي.