لیکوال: شمس الله شهير
څه باندې درې کاله کېږي، چې د آسيا زړه افغانستان له يوې بې مثاله او بې نظيره تاريخي امنیت څخه برخمن دی؛ د همدې امنيت د لمنځه وړلو لپاره د شر او فساد لارویانو د افغانستان د دښمنانو په مالي مرسته جبهې او پروژې پرانيستلې دي.
درې کاله وروسته د همدې شر او فساد فاريس ميشت مشر احمد مسعود په يوه انلاين غونډه کې نړۍ ته زارۍ، عذر او ګيله ترسره کوي، چې مونږ مو يوازې پرېښودو.
نوموړی دومره بې زوره، بې کسه او بې ملاتړه شوی، چې تېر کال يې د مالي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د مسلمان امت ابدي دښمن صهيونيستي رژيم ته د مرستې او ملاتړ لاس وړاندې کړ چې نوموړی د صهيونيستي رژيم په پيسو او ملاتړ دلته واک ترلاسه کړي، دی به د کوم نظام او کومو اصولو عملي کوونکی وي، او څه به دې ولس ته خدمت ترسره کړي.
مسعود تازه امريکا او نړۍ ته بيا ور ياده کړه چې په افغانستان کې تر شلو زیاتې وسلوالې ډلې شتون لري، دی فکر کوي چې له دې انلايني ادعاوو او تبلیغاتو سره به بيا د امريکا او نورو بادارانو ملاتړ ترلاسه کړي او بيا به په الوتکه کې ناست د ارګ واکمن ټاکل کېږي.
خو دی تېروتلی او د معادلې تحليل یې ناسم دی؛ دا خوب به د ده په شان ټول پردي پال ګور ته یوسي، لکه څنګه چې د ده لارویانو په تېرو دريو کلنو کې یووړل او يو موټی خاوره يې هم و نه شوه نيولی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.