د خیالي مقاومت ډلې مشر احمد مسعود، د خپل وروستي سفر پر مهال چې فرانسې ته تللی، یوه مرکه کړې ده، په دې مرکه کې د مسعود نامسؤلانه څرګندونو د شنونکو، فعالانو او خلکو ترمنځ بحثونه را پارولي دي. مسعود په دې مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې شل نامسؤله وسلوالې ډلې فعالې دي، د دغو ډلو فعالیتونه په پاکستان کې څو چنده زیات شوي او تر دې چې نښې یې په فرانسه کې هم لیدل شوې دي. نوموړي دا هم ویلي، چې افغان حکومت د دغو ډلو ملاتړ کوي او د همدې دلیل له مخې پاکستان پر افغانستان برید وکړ. د اندېښنې ځای دا دی، چې مسعود له اوږدې خاموشۍ وروسته نه یوازې د پاکستان برید و نه غانده، بلکې هغه یې د دغه هېواد حق او دفاع وباله. دا څرګندونې د پاکستان د بریدونو د مشروعیت لپاره یو ډول لابي او سیاسي چاپلوسي بللای شو، ځکه د داسې یو چا لپاره چې ځان ته د یوې سیاسي ډلې مشر وايي، د بل هېواد پوځي تېری توجیه کول د دغه ډلې خپلواکي تر سوال لاندې راولي.
احمد مسعود په همدې مرکه کې داعش له افغانستانه د سیمې لپاره ګواښ وباله، خو واقعیت دا دی چې د ۲۰۲۵م کال له پیله بیا تر دې مهاله، یادې ډلې په افغانستان کې هیڅ خونړی برید نه دی کړی. دا څرګندونې تر ډېره د سیاسي تبلیغاتو بڼه لري، څو د ده دریځ ته د نړۍوالې ټولنې توجه جلب شي او د افغانستان اوسني وضعیت ته د خطر په سترګه وکتل شي. له افغانستانه د داعش د خطر مبالغه نه یوازې د واقعیت خلاف ده، بلکې د افغانستان د ثبات او امنیت د تصویر د مسخه کولو هڅه هم ده.
مسعود د مرکې په یوه برخه کې ویلي، چې د دوی ستونزه داخلي ده، خو وروسته یې بیا ټینګار کړی، چې که له دوی د غرب ملاتړ و نه شي، لس کاله وروسته به وضعیت تر دې هم خراب وي، مګر که نړۍوال ملاتړ ترې وشي، د افغانستان راتلونکې به ښه وي. دا خبرې له یوې خوا په خپله څرګند تناقض لري، ځکه ولې داخلي ستونزه په بهرنیو عناصرو حل شي!؟ او له بلې خوا د بهرنیانو مداخله د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی. که ستونزه داخلي وي، نو حل یې هم باید د کور دننه وشي، نه دا چې د بهرنیو مرستو او لاسوهنو په بهیر کې هېواد د یوې بلې نا تمامه جګړې ښکار شي. د احمد مسعود دا ډول تفکر د هغه د پلار احمدشاه مسعود او د پخوانۍ شمالي ټلوالې د سیاست تکرار دی، کوم چې د بهرنیانو د ملاتړ په تمه یې افغانستان پر امریکا وپلوره، خو د پایلې په توګه یې جګړه اوږده، تاوتریخوالی زیات او ملي یووالی له منځه یووړ.
تاریخ په څرګند ډول ښودلې، چې د افغانستان داخلي کړکېچونه د بهرني ملاتړ او لاسوهنې له لارې نه حل کېږي، بلکې لا پسې بحران ته ځي. د بهرنۍ تکیې مفکوره د خپلواکۍ ضد او د ملي هویت د تضعیف هڅه ده. که احمد مسعود رښتیا د اصلاح او بدلون اراده لري، باید د افغان ولس پر یووالي او سیاسي تفاهم باور وکړي، نه دا چې له بهرنیانو د مرستې تمه ولري. افغانستان هغه وخت ثبات مومي، چې د افغانانو د ستونزو حل خپله د افغانانو په منځ کې وشي.
مسعود په خپله مرکه کې دا هم ویلي، چې پر افغانستان دې بندیزونه ولګول شي او نړۍواله ټولنه دې له افغان حکومت سره اړیکې پرې کړي. دا غوښتنه بېځایه او د افغان ملت په زیان ده، ځکه بندیزونو هېڅکله په افغانستان کې مثبته پایله نه ده ورکړې. برعکس د هر بندیز زیان ولس لیدلی، بندیزونه د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو او د انساني مرستو د کمېدو لامل کېږي. له نړۍوالې ټولنې د بندیزونو غوښتل د ملت د منزوي کولو په معنی ده، همدا راز دا غوښتنه د هغه ولس پر وړاندې سیاسي تېروتنه ده، چې د څو لسیزو جګړو او تحریمونو زیانونه یې زغملي دي.
احمد مسعود فرانسه د «آزادۍ، سولې او ډیموکراسۍ» په نوم یې دا هېواد له ځان سره په ګډو ارزښتونو وتاړه او د مرستې غوښتنه یې ترې وکړه؛ دا څرګندونې د هغه ناکامې تجربې بڼه لري، چې په تېرو شلو کلونو کې د بهرني ملاتړ تر سیوري لاندې تکرار شوه، د ډیموکراسۍ هغه ماډل چې د بهرنیانو په ملاتړ جوړ شو، نه یوازې دوامدار پاتې نه شو، بلکې د ولس د اعتماد، مشارکت او ملي یووالي بنسټونه یې هم زیانمن کړه.
د افغانستان راتلونکې د بهرنیو هېوادونو په مرستو او مداخلې پورې نه ده تړلې، بلکې د افغان ولس د یووالي، تفاهم او ملي حاکمیت په تقویه کې ده. که احمد مسعود واقعاً د سولې، عدالت او آزادۍ پلوی وي، نو باید د ملت د خپلواکۍ، تفاهم او یووالي لاره خپله کړي، نه د بهرنیو ناکامو تجربو د تکرار. هغه سیاست چې د بهرنیانو پر ملاتړ متکي وي، د ولس باور له لاسه ورکوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


