څه موده وړاندې، د پاکستان پوځي رژیم په سپین سترګۍ سره د افغانستان حریم تر پښو لاندې کړ او په دې خاوره کې یې دننه بریدونه وکړل؛ دغه بریدونو د دې خاورې بې ګناه خلک قرباني کړل، یو شمیر یې ټپیان او ځینې نور یې شهیدان کړل.
لکه څنګه چې تمه کېده، دا عملیات هم د اسلامي دولتونو او هم د غیر اسلامي قدرتونو لخوا، د غندنو سره مخ شول؛ خو په دې منځ کې، ځینې هغه کسانو د پاکستان ستاینه وکړه او د دې هېواد طرف یې ونیو چې له افغانستان بهر ژوند کوي او د افغان نوم ېې په ځان پورې تړلی دی.
که څه هم د پاکستان د پوځي رژیم د دغو بریدونو په اړه د تش په نوم مقاومت جبهې مشر احمد مسعود اوږدې چوپتیا او غندنې نه کولو، ځینې پوښتنې را پورته کړې وې، خو بالاخره دغه بدنام شخصیت هم د جمهوریت د نورو تښتېدلو کسانو په څیر، خپل وجدان او انسانیت د خپلو شخصي ګټو په خاطر وپلورل او څو ورځې وړاندې یې په فرانسه کې، په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې شل بهرنۍ وسله والې ډلې فعالیت لري.
اوس پوښتنه دا ده: ایا دا ادعاوې رښتیا دي؟ په دې وخت کې د داسې ادعا بیانول څه معنیٰ لري؟ او ولې د جمهوریت د پرځېدلي رژیم تښتیدلي کسانو اوس د پاکستان لمن نیولې او د داسې رژیم لپاره لابي کوي چې حتیٰ د خپلو خلکو په منځ کې هم منفور دي؟
له شک پرته، په افغانستان کې د شلو بهرنیو وسله والو ډلو د شتون په اړه د احمد مسعود پوچې ادعاوې هیڅ ډول معلوماتي مخينه یا عیني شواهد نلري. د امنیتي شنونکو له نظره هم، دا خبرې د میداني واقعیت په پرتله د تبلیغاتي روایت سره ډیر ورته والی لري.
حقیقتاً که داسې ډلو په افغانستان کې فعالیت درلودای، بې له شکه د سیمې استخباراتي سازمانونو لکه روسیې، چین، ایران او حتی هند (چې هر یو په سیمه کې خپلې ګټې او نفوذ لري) به تر بل هر چا مخکې دا مسئله مطرح کړې وه او د هغې د ګواښ په اړه به یې خبرداری ورکړی وای. همدارنګه، غربي قدرتونو او نړۍوالو بنسټونو هم چې تل د بهرنیو وسله والو ډلو د کوچنیو تحرکاتو په وړاندې حساس دي، داسې ادعا نه ده کړې.
په حقیقت کې، دا ډول تورونه د افغانستان د اوسني حکومت د بدنامولو په هدف لګول کېږي. ځینې ماتې خوړلې سیاسي څېرې چې په بهر کې اوسېږي، د داسې دروغو په خپرولو سره هڅه کوي چې ځانونه په رسنیو کې مطرح وساتي او په ورته وخت کې، د افغانستان د دښمنانو، په ځانګړې توګه پاکستان لپاره یو پلمه جوړه کړي، ترڅو د دغه هېواد متجاوزانه بریدونه توجیه کړي.
د مسعود او د هغه د ملګرو لخوا د داسې ادعاوو بیانول، په حقیقت کې د پاکستان د پوځي رژیم د ادعاوو غیر مستقیم تائید دی؛ ځکه چې اسلام آباد په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د پټنځایونو د شتون ادعا تل د افغانستان پر خاوره د خپلو بریدونو د توجیه لپاره کړې ده. له همدې امله، کله چې احمد مسعود یا د جمهوریت نور تښتېدلي کسان داسې څرګندونې کوي، په عملي توګه د هغو تبلیغاتي کرښو ترڅنګ درېږي چې پاکستان یې د خپلو متجاوزانه بریدونو د مشروع ښودلو لپاره کاروي.
دا خبرې چې اوس د مسعود او د پاکستان د نورو اجیرو کسانو له خولې اورېدل کېږي، په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتي او نظامي دستګاه په لاس کې یوه نوې تبلیغاتي وسیله ده ترڅو خپل انځور په نړۍواله کچه له «تجاوزګر» څخه «د امنیت مدافع» ته بدل کړي.
له بلې خوا، د پاکستان پوځ د وژنو په وړاندې د دغو کسانو چوپتیا او بیا د هغه هېواد د ادعاوو سره همغږی دریځ، یوه روښانه نښه ده چې اصلي هدف یې د افغانستان د خلکو د ګټو څخه دفاع نه، بلکې د بهرنیو بادارانو رضایت ترلاسه کول دي. بدنام تښتېدلي کسان هڅه کوي د پاکستان له تبلیغاتو سره په همغږۍ ځانونه د «باوري استخباراتي همکارانو» په توګه معرفي کړي، ترڅو شاید یو ځل بیا په سیمه اییزو سیاسي معادلاتو کې ځای پیدا کړي.
خو د دې دلیل چې احمد مسعود او د جمهوریت د پرځېدلي رژیم نورو تښتېدلو کسانو اوس د پاکستان لمن نیولې ده، دا دی چې دا کسان تر بل هر وخت ډېر د خپلو بهرنیو ملاتړ کوونکو لخوا شړل شوي دي. غربي هېوادونو چې یو وخت یې له دوی سره همکاري درلوده، اوس نور د دغو سوځېدلو او بې بنسټه مهرو څخه د ملاتړ لیوالتیا نلري، ځکه دوی پوه شوي چې دا شخصیتونه عملیاتي وړتیا او د خلکو ملاتړ نلري.
حتیٰ د تاجکستان په څېر سیمه اییزو هېوادونو هم د سیاسي فشارونو او له کابل سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره، د دوی غوښتنه رد کړې ده، دا په داسې حال کې چې څو کاله وړاندې همدغه هېواد د ځینو مخالفینو پټنځای و. دا انزوا د دې لامل شوې ده چې د دوی لپاره یوازینی پاتې انتخاب پاکستان ته نږدېوالی وي.
پاکستان هم ښه پوهېږي چې دا کسان نور د افغانستان د خلکو په منځ کې رښتینی نفوذ یا اعتبار نلري، خو له دوی څخه د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو خپل تېريکوونکي سیاستونه توجیه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


