Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»اردغان اسلامي نړۍ ته: د اسرائیلو وروستي خونړي برید ته غبرګون وښیئ
    نړۍ

    اردغان اسلامي نړۍ ته: د اسرائیلو وروستي خونړي برید ته غبرګون وښیئ

    صابر افغانصابر افغان30 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان تېره ورځ د می په ۲۹ مه د خپل “عدالت او پرمختګ” ګوند وکیلانو ته په وینا کې د “غزې” په اړه په ملګرو ملتونو انتقاد وکړ او پر “اسلامي نړۍ” یې غږ وکړ چې د اسرائیل وروستي خونړي برید ته غبرګون وښیي.

    نوموړي وویل: “ملګري ملتونه تر دې چې د خپلو کارکوونکو ساتنه هم نشي کولی. تاسو د اقدام کولو لپاره څه ته په تمه یاست؟ په غزه کې د ملګرو ملتونو ماهیت له منځه تللی دی”.

    اردغان داسې مهال په ملګرو ملتونو انتقاد کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ د غزې په “رفح” کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو پنډغالي باندې د اسرائیلو د خونړي برید په اړه د بحث په موخه غونډه وکړه.

    د اسرائیلو لخوا وروستی برید چې د رفح ښار اړوند د بې ځایه شویو کډوالو په یو پنډغالی ترسره شوی ۲۱ کسان پکې وژل شوي او ګڼ شمېر نور په کې ټپیان دي.د ترکیې ولسمشر همدا راز پر اسلامي هېوادونو باندې هم د اسرائیل برید ته د همغږي غبرګون نه ښودلو له کبله نیوکه وکړه او وې ویل چې اسلامي نړۍ باید د اسرائیلو د ظلمونو په اړه غبرګون وښیي او د دوی دا ظالمانه کړنې وغندي.

    اردوغان چې د ترکیې پارلمان کې د خپل ګوند وکیلانو ته خبرې کولې و ویل: “زه اسلامي نړۍ ته څو خبرې لرم؛ تاسو د ګډې پریکړې لپاره څه ته انتظار یاست؟ اسرائیل نه یوازې غزې ته بلکې ټول انسانیت ته ګواښ دی”هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: “تر هغو چې اسرائیل نړۍوال قانون رعایت نه کړي او نړۍوال قانون ته د پابندۍ احساس ونکړي، هیڅ دولت خوندي نه دی”.

    اردوغان د خپلو خبرو په دوام وویل، چې اسرائیل په غزه کې “نسل وژنه” کوي، نړۍ باید د دوی د دغه وحشیت مخه ونیسي.یو شمېر رسنیو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له دې یوه ورځ وړاندې خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د حساب او کتاب لپاره “هر کار چې ممکن وي” وکړي.

    په دې وروستیو کې د اسرائیلو د ظلمونو پر وړاندې نړۍوال غبرګونه زیات شوي او ان ډیری هېوادونو خپلې ټولې اړیکې له اسرائیلو سره پرې کړې دي.

    مخکینۍ مقالهنړۍ او طالبان
    راتلونکي مقاله د مالیې وزیر: هغه کسبګر چې کلنی پلور یې تر دوه میلیونو افغانیو پورې وي، د ثابتې مالیې څخه معاف دي

    مربوطه لیکنې

    امريکا د ايران د بريد له وېرې قطر کې خپله مهمه هوايي هډه له الوتکو تخليه کړې

    20 جون 2025

    ټرمپ په راتلونکو دوه اوونيو کې پرېکړه کوي چې پر ايران بريد وکړي که نه

    20 جون 2025

    د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ځانګړې غونډه؛ د ایران او اسرائیلي رژیم جګړه یې د بحث موضوع ده

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د حکومت د مشرتابه په حکم…

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.