Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»اردوغان بن سلمان ته: صهيونيستي اسرائيل غزه کې نسل وژنه کوي، اسلامي هېوادونه یې بايد‌ پر وړاندې‌ اقدام وکړي
    منځنی ختیځ

    اردوغان بن سلمان ته: صهيونيستي اسرائيل غزه کې نسل وژنه کوي، اسلامي هېوادونه یې بايد‌ پر وړاندې‌ اقدام وکړي

    صابر افغانصابر افغان2 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ترکي رسنيو د راپورونو پر بنسټ د ترکیې جمهوري ریاست په يوه اعلاميه کې وايي چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفون خبرې کړي او پر غزې د صهيونيستي اسرائیلو د بریدونو د پای ته رسولو لپاره یې د اسلامي هېوادونو له خوا د فشار راوستلو او لازمو اقداماتو په ترسره کولو ټينګار کړی دی.

    د ترکیې حکومت د اعلامیې په اساس چې په ټولنیزې رسنۍ ايکس يا پخواني ټويټر خپره شوې اردوغان له محمد بن سلمان سره غزه کې وروستيو بريدونو او شهادتونو ته په اشارې وېلي چې صهيونيستي اسرائیل د مسلمانانو په تېره بيا د فلسطینانو نسل وژنه کوي.

    اردوغان چې بار بار یې له حماس اسلامي غورځنګ خپل ملاتړ اعلان کړی له محمد بن سلمان سره په خبرو کې د صهيونيستي اسرائيلو پر وړاندې د اسلامي‌ هېوادونو د ګډ اقدام اهمیت ته په اشارې وېلي؛ پر غزه د صهيونيستي اسرائیلو بریدونه او د هغوی له خوا نسل وژنه او د بشري حقونو نقض باید پای ومومي، پر وړاندې یې اقدام وشي، او هلته تلپاتې اوربند ټينګ شي.

    رسنۍ د ترکیې حکومت د اعلامیې پر بنسټ وايي چې ولسمشر اردوغان د صهيونيستي اسرائيلو له خوا د فلسطین په خاوره په ځانګړې توګه غزه کې د ترسره شويو جنګي جرمونو په وړاندې پر اسرائیلو باندې د نړیوالې ټولنې د فشارونو غوښتنه کړې او د يادو فشارونو پر اهمیت یې هم خبرې کړي.

    صهيونيستي اسرائيلو د تېر کال له اکټوبر مياشتې راپه دېخوا په فلسطين د هوا او ځمکې له لارې يرغل وکړ چې تر اوسه یې د خپل وحشت او بربریت په پايله کې نږدې پنځوس زره عام فلسطينيان شهيدان کړي، سلګونه زره ټپيان، ميليونونه بې ځايه، او د غزې ښارونه له خاورو سره خاورې کړي.

    مخکینۍ مقالهکندهار کې سږکال د پنبې بې ساری کښت؛ پر څه باندې ۲ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې
    راتلونکي مقاله مولوي اميرخان متقي: نږدې ورځو کې به مهم ډيپلوماتيک پرمختګونه ولرو

    مربوطه لیکنې

    لبنان کې د صهیونیستي عسکرو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې

    3 اپریل 2026

    ايران بحرين کې د آمازون شرکت پر مرکز برید کړی

    2 اپریل 2026

    بهرنیو چارو وزارت: د فلسطیني بندیانو په اړه د صهیونیستي رژیم نوی قانون په کلکو ټکو غندي

    1 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 6 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    دا ډېره بوږنوونکې ده چې د سیاسي فعالیت په بهانه د افغان ولس پر زخمونو…

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.