
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن (سېشنبه)
په رسمي سفر د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض ښار ته رسېدلی.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، اردوغان به دې سفر کې د سعودي له ولیعهد سره پر وروستیو سیمهییزو بدلونونو او د غزې پر وضعیت خبرې وکړي.
ټاکل شوي نوموړی سبا چهارشنبه مصر ته ولاړ شي او هلته له خپل مصري سیال، عبدالفتاح السیسي سره یوځای د ترکیې-مصر عالي شوری دویمه غونډه کې هم ګډون وکړي.

