Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ارزګان کې د ۲۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژه پرانیستل شوه
    افغانستان

    ارزګان کې د ۲۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژه پرانیستل شوه

    صابر افغانصابر افغان29 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر نن له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیستې.

    د اقتصادي مرستیالۍ د خبر له مخې، ښاغلي برادر په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته ویلي چې، له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.

    ښاغلي برادر زیاته کړې چې، افغانستان له پخوا په وارداتي برېښنا متکي دی او د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې واردېدونکې برېښنا له یوه لوري قیمته او له بل لوري ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې ویلي چې، د برېښنا تولید دا ډول پروژې ارزانه سرچینې دي، د مضرو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د برېښنا په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د هېواد له اقتصادي ودې سره پام وړ مرسته کوي.

    ښاغلي برادر، پر ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ پر ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو د یو ګډ مسؤولیت له مخې غږ کړی، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري ترسره او د نړیوالو سازمانونو له لوري متوقف شوې پروژې له سره پیل کړي.

    د یادونې وړ ده، چې له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې دغه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شي.

    مخکینۍ مقالهسويډن کې د ډزو پېښه؛ درې تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي
    راتلونکي مقاله ‏په میدان وردګ ولایت کې د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025

    امريکا له کېيف غوښتي چې د واشنګټن له لوري د سولې وړانديز شوې طرحه ومني

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025

    امريکا له کېيف غوښتي چې د واشنګټن له لوري د سولې وړانديز شوې طرحه ومني

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.