اسوشیټیډپریس د یوه فرانسوي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د پاریس په مذاکراتو کې به د نړۍ د ۳۲ هېوادونو استازي ګډون کوي چې د اوکراین لپاره نړیوال سوله ساتي ځواکونه جوړ کړي.
د فرانسې د پوځ یو چارواکي وویل، چې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د جوړېدو موخه دا ده چې د روسیې مخه ونیول شي چې بیا په اوکراین برید ونه کړي.
د سرچينې په وينا د سه شنبې د ورځې په دغې غونډې کې به د اسیا او اقیانوسیه هېوادونو استازي په انلاین بڼه ګډون وکړي او بریتانیا او فرانسه به د داسې یو ځواک په جوړولو فکر وکړي چې د اوربند پر مهال به د اوکراین د ساتلو مسؤليت په غاړه ولري.
ټاکل شوې د اوکراین په اړه د اروپايي او ځينو اسيايي هېوادونو دا مذاکرات نن سه شنبه په حضوري او انلاين بڼه د فرانسې په پاريس کې ترسره شي.
دغه چارواکي زیاته کړې که د روسیې په کوم برید کې اوربند مات شي، په درنو وسلو او د وسلو په زیرمو سمبال به دا ځواکونه د اوکراین په دفاع کې د مرستو لپاره ودانګي.