Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ارګ‌: د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين – سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه
    افغانستان

    ارګ‌: د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين – سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه

    صابر افغانصابر افغان20 جون 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د چين – سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې ګډون او وینا وکړه.

    ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي حنفي د خپلې وينا پر مهال ویلي، چې د چين – سويلي اسيا نندارتون د سيمې هيوادونو تر منځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی.

    ښاغلي حنفي ټينګار کړی، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا هيوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزيټ، ټکنالوژي او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره زموږ هيواد کولای شي د مرکزي، سويلي او ختيځې اسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.

    نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې څخه چاته ګواښ رامنځته کړي، د هېڅ هيواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هيوادونو څخه هم د ورته عمل غوښتنه کوي.

    د ریاست الوزراء اداري مرستيال دغه راز هيله ښودلې چې د چين – سويلي اسيا نندارتون به د سيمې او نړۍ هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د لا زياتې پراختيا او پياوړتيا لامل وګرځي.

    د ویلو ده چې د چین‌-سویلي اسیا نهم نړیوال نندارتون د چین په کونمینګ ښار کې جوړه شوې وه، چې په کې د بېلابېلو هيوادونو چارواکو او استازو برخه اخيستې وه.

    مخکینۍ مقالهمجيد خادمي د سپاه پاسداران د استخباراتو نوی مشر ټاکل شوی
    راتلونکي مقاله د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    مربوطه لیکنې

    د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ او دندې ته چمتو شول

    25 اگست 2025

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025

    د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: ايا افغانستان انټرنشنل کوم خبري سازمان دی او که د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعاليت کوي؟

    25 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 اگست 2025

    د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ او دندې ته چمتو شول

    د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌یيزو قول اردوګانو ۱۳۸ تنه ځوان منسوبین…

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي

    25 اگست 2025

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ او دندې ته چمتو شول

    25 اگست 2025

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي

    25 اگست 2025

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،009 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،977 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.