Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ارګ: د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل
    افغانستان

    ارګ: د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

    صابر افغانصابر افغان5 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د چين ولسي جمهوریت سفیر جاو شېنګ او ورسره پلاوي سره کتلي.

    ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د چین سفیر جاو شېنګ په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو د نېکو اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو اویا کاله پوره کېږي چې دا د چین او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو ژورتیا ښیي.

    د خبر پاڼې له مخې د رياست الوزراء اداري مرستيال په دغه کتنه کې ویلي، «چين د يو ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او په دې موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې، بلکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يې هڅه شوې او هيله لرو چې په نږدې راتلونکې کې هم د دواړو هيوادونو اړيکي لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.»

    د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان په مختلفو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی کړی او همداراز د چين له دولت څخه يې غوښتنه کړې چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.

    ښاغلي حنفي د دې کتنې په پای کې ویلي، «د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هيوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له هغوی څخه هم غواړي، چې له افغانستان سره نيکې اړيکي ولري.»

    مخکینۍ مقالهد حفيظ منصور څرګندونو د شر او فساد اصليت لا څرګند کړ!
    راتلونکي مقاله زلمی خلیلزاد: پاکستان بیا ځلي پیل ته اړتیا لري او دا باید د عمران خان له ازادۍ سره پیل شي

    مربوطه لیکنې

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر: کابل کې ديپلوماتیک حضور سفارت کچې ته لوړوو

    10 اکتوبر 2025

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    10 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 10 اکتوبر 2025

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر: د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    10 اکتوبر 2025

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر: د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،044 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.