د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې ملا عبدالغني برادر د همدې ميزان مياشتې په نهمه نېټه د اريانا افغان هوايي شرکت له مسؤلينو او د نورو اړونده وزارتونو له استازو سره د هوایي کارګو صادراتو د پیاوړتیا او له دې لارې د وچو او تازه مېوو د انتقال په اړه ناسته ترسره کړې.

سرچينه وايي، ښاغلي برادر د اريانا افغان هوايي شرکت مسولينو ته سپارښتنه کړې چې اوسمهال دې له ګټې پرته بهرنيو هېوادونو ته د وچو او تازه مېوو صادرت پيل کړي او د راتلونکې لپاره دې د دوه چارټر الوتکو د پېرلو په اړه له هوايي شرکتونو سره خبرې وکړي.

د معلوماتو له مخې اريانا افغان هوايي شرکت ته ډاډ ورکړل شوی، چې د هوايي دهلېز له لارې صادراتو د پیاوړتیا لپاره د دوه چارټر الوتکو د پېرلو بودجه افغان حکومت ځانګړې کړې ده.

همدا راز له ټولو استازو غوښتل شوي، چې خپل راپور او د ترسره شوي کار پايلې په لنډ وخت کې د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت ته وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version