پوره ۲۱ کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ کې ډاکټره عافیه صدیقي د پاکستان د پخواني دیکتاتور جنرال پرویز مشرف د حکومت له لوري ونیول شوه او په امریکا یې وپلورله.

پاکستانی سناتور مشتاق احمد خان وایي چې صدیقي جنرال مشرف په پینځه زره ډالرو پلورلې وه.

صدیقي څه موده د کابل بګرام زندان کې بندي وه، خو وروسته امریکا ته ولیږدول شوه.

په ۲۰۱۰ کال کې د نیو یارک یوې محکمې صدیقي ته د ۸۶ کلن بند سزا واورله.

صدیقي ته په غزني کې په امریکایانو د ډزو کولو په تور د بند سزا اورول شوې.

په صدیقي تور دی چې له القاعدې سره یې اړیکې درلودې.

هغه تور چې د صدیقي خور فوزیه صدیقې رد کړی دی.صدیقي اوس ۵۲ کلنه ده چې د بند مودې پوره کیدو پر مهال به یې عمر ۱۱۰ کاله وي.

نوموړې اوس د امریکا ټیکساس ایالت یو زندان کې ده.صدیقي چې په نیورو ساینس کې یې د امریکا له یو معتبر پوهنتون څخه د ډاکټرۍ سند اخیستی، په زندان کې بیلابیل ډول ربړول شوې ده.

وکیل یې کلایو سټفورډ ویلي چې امریکایانو پرې زندان کې جنسي تیری هم کړی دی.د صدیقي د خوشې کیدو ځینې هڅې هم شوي دي.

ویل کیږي طالبانو له امریکا څخه د نوموړې د خوشې کیدو او تبادلې غوښتنه کړې وه، چې امریکایانو رد کړې وه.

سناتور مشتاق احمد خان ویلي چې د عافیې د خوشې کولو د هڅو د چټکتیا او په نړیواله کچه د دې مسلې د بیا راپورته کولو له پاره به له اختر وروسته امریکا ته ولاړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version