لیکوال عادل افغان

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې د افغانستان په جنوب کې د تر ټولو ظالم او امریکا ته وفاداره قوماندان جنرال رازق له کړو جنایتونو پرده پورته کړې ده.

که څه هم د دغه ظالم او وینه زبېښونکي قوماندان جنایتونه له هېچا پټ نه وو، د افغانستان په جنوب او په ځانګړې توګه کندهار کې یې داسې وحشتونه او جنایتونه وکړل چې تر امریکايي جنایتکارو ملاتړو یې هم خبره واړوله.

نیویارک ټایمز تازه له زرو داسې کسانو سره د مرکو پر بنسټ خپل راپور چمتو کړی، چې د کورنیو غړي یې د دغه ظالم امنیه قوماندان په لاس وژل شوي، ورک شوي، په زندانونو کې شکجنه شوي او ان لا تر ننه یې هم مړي او ژوندي نامعلوم دي.

د راپور لیکوال ویلي چې دوی ان د تېر جمهوریت پر مهال هڅه کړې وه، چې د رازق د کارونو په اړه راپور جوړ کړي، خو په خبره یې چې نوموړي او د هغه ملاتړو امریکایانو ورته د دې کار اجازه نه ورکوله او له هرې ممکنه لارې یې د دغه کار مخه نیوله.

که څه هم د نوموړي د وحشتونو او جنایتونو په اړه له عامو خلکو سره په زرګونو مستندې کیسې او داستانونه موجود وو، خو دغه ظالم قوماندان چاته اجازه نه ورکوله چې شوي جنایتونه یې دې افشا شي.

نیویارک ټایمز ویلي، د تېرې ادارې له سقوط وروسته یې دا موکه وموندله چې د رازق له خوا د زیانمنو شویو کسانو له ډلې یې له زرو کسانو سره مرکې وکړي او د دغو مستندو مرکو پر اساس یې خپل راپور چمتو کړی دی.

د سرچینې په خبره، په زرګونو کسان نور هم وو چې د کورنۍ غړي یې د دغه قوماندان له خوا نیول شوي، ربړول شوي، وژل شوي او تري تم شوي وو، خو دوی ایله پر دې وتوانېدل چې یوازې له زرو کسانو سره یې خبرې وکړي.

د ورځپاڼې په خبره، د دغو کسانو په ډله کې رېکشاوانان، عام خلک، موټر چلوونکي، خیاطان او نور بې ګناه کسان شامل دي چې په هېڅ ډول سیاسي او امنیتي مسایلو کې نه وو ښکېل. د سرچینې په خبره، امریکا د رازق په څېر د ډېرو داسې نورو جنایتکارانو ملاتړ کاوه او د دوی پر مټ به یې ځانونه ساتل.

د راپور د لیکوال په خبره، امریکایان د رازق پر دغو ټولو کارونو خبر وو، له نوموړي یې هر اړخیز ملاتړ کاوه، پیسې او امکانات یې ورته چمتو کول او دغه راز یې نوموړي ته د دغو جنایتونو له کبله قضايي مصئونیت هم ورکړی و.

د سرچینې په وینا، امریکایانو رازق خپل وفاداره کس باله، واک او ځواک یې ورکړی و، جنرالي رتبه یې ورته ورکړه او هڅه یې کوله چې افغانانو ته یې د یوه اتل او قهرمان په توګه ور پېژني.

د نیویارک ټایمز په وینا، د جنرال رازق واکمني پر شکنجو، وژنو، د خلکو په تري تم کولو او ربړونو ولاړه وه او په وینا یې‎، دوی له زرو کسانو سره تر مرکو ورهاخوا له تېرې ادارې راپاتې سلګونه مخه داسې اسنادونه هم موندلي، چې ۲۲۰۰ کسانو پکې د خپلو کورنیو د غړو د ورکېدو له کبله شکایتونه مستند کړي دي.

د یادې سرچینې په خبره، په دغو ۲۲۰۰ کېسونو کې ډېری یې د وژنې، ربړونې او تري تم کېدو کېسونه دي. په دغو اسنادو کې ویل شوي، رازق به چې څوک ونیول، له کورنۍ سره یې د ملاقات اجازه نه ورکوله، د زنداني کېدو ځایونه یې نه وو معلوم او هېڅ ادارې ترې احوال نه درلود. له همدې کبله ډېری کسانو تر شکنجو لاندې خپله ژوند له لاسه ورکاوه او مړي به یې هم په نامعلومو ځایونو مې خښېدل.

د سرچنې په وینا، د رازق مړینه د دغو کورنیو او زرګونو نورو هغو کورنیو لپاره د اختر ورځ چې د دغه ظالم قوماندان له ظلمه په امن نه وې.

رازق چې ډېری خلک یې په لغړي پېژني، د کندهار په سپین بولدک کې پیدا شوی او د افغانستان په جنوب کې د امریکايي اشغال تر ټولو فعاله، وحشي، جنایتکاره او ظالمه مهره وه، چې د اشغال د دوام او امریکا ته د وفادارۍ لپاره یې د زرګونو بې ګناه افغانانو وینې وځبېښلې، زرګونه نور یې تري تم کړل او په همدې اندازه نور یې په زندانونو کې ګوټ او مات کړل.

د همدې خوش خدمتیو په بدل کې یې جنرالي رتبه ورته ورکړه، د ده د نېکنامۍ لپاره یې کمپاینونه کول او هڅه یې کوله چې پر افغانانو یې د اتل په نوم وتپي، خو افغانان خپل اتلان او قاتلان ښه پېژني، هغه کس چې د پردیو د خوشالولو لپاره زرګونه بې ګناه خلک تر تېخ تېر کړل، په شخصي زندانونو کې یې شکنجه کړل، مړي او ژوندي یې ورته ورک کړل او په ټوله کې د ځمکې پر مخ هر ډول جنایتونه یې وکړل، هغه به څنګه د خلکو اتل شي؟! اتلان خو هغوی دي چې خلک او ولس یې له دا ډول وینه زبېښونو او خونخوارو کسانو خلاص کړل. رازق د افغانانو په منځ کې یوه بدنامه، پردیپاله او وحشي څېره ده، چې جنایتونه یې د لمر په څېر روښانه دي او دا دي اوس یې باداران هم پر دغو جنایتونو اقرار کوي.

نوموړي په خپلو جنایتونو سره یو ځل بیا د افغانانو په ذهنونو کې د خلقیانو او پرچمیانو هغه ترخه یادونه بیا راتازه کړل، خو دغو جنایتونو نه د ده واکمني تلپاتې کړه او نه یې هم د طالبانو پولادي عزم کمزوی کړی، له دې ټولو جنایتونو او ظلمونو وروسته نوموړی بالاخره په ۱۳۹۷ کال کې د طالبانو په یوه ډېر پېچلي برید کې هغه مهال ووژل شو چې بیا هم له خپلو امریکايي جنایتکارو ملګرو سره د لا ډېرو افغانانو د وینې تویولو ناسته درلوده

.
ځواب پریږدئ

Exit mobile version