یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
ګرېنر په خپل کتاب(۸۸ ورځې تر کندهاره) کې لیکي: کله چې موږ د سپټمبر له پېښې وروسته پر افغانستان د برید په څرنګوالي سره را ټول شوي وو، دې وخت کې زلمی خلیلزاد راغی، پرته له دې چې د مجلس په سیاق و سباق باندې ځان خبر کړي، په ډېره زغرده یې و ویل: “موږ باید د ازادۍ په نامه رادیو استېشن فعال کړو”.
ګرینر زیاتوي هغه مهال زه ډېر ورته غوسه شوم خو چې بیا مې د ازادۍ رادیو فعالیت، موثریت او زموږ لپاره د ذهن سازۍ اثرات ولېدل، تر پخوا لا زیات حیران شوم.
ازادي رادیو د اشغال لپاره د زمینه سازي او بیا ورته د مشروعیت لپاره دومره هڅې وکړې چې د غلامي په ډګر به شاید بې سارې وي.
خاطره:ښه مې یاد دي؛ د وسطاني درجې زده کړیال وم، ازادي رادیو کې د “جان اقا الکوزي” په نامه یو ژورنالیست و، د یوه افغان د هغې نیوکې په ځواب کې چې امریکا او متحدینو یې افغانستان اشغال کړی دی؛ په ډېره سپین سترګي سره و ویل چې؛ “افغانستان اشغال نه دی، ځکه امریکا او متحدین/ناټو یې د ملګري ملتونو په خوښه راغلي دي”.
هغه وخت لا پوه شوم چې ازادۍ رادیو د غلامۍ ذهن ایجادولو او ترویجولو پرته بل هدف نه لري؛ ملګرو ملتونو ته یې د رب تعالی د فرمان په شان اهمیت ور کړ، بلکې د رب تعالی تر فرمان یې راجح وباله، ولې قرآن کریم د امریکا جګړه ناروا بللې خو د جان اقا الکوزي مقننې ډلې روا بللې وه، د ده اعتماد پر ملګرو ملتونو وو.
څه موده وړاندې د ا.ا.ا. له خوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریجارډ بېنيټ باندې افغانستان ته په راتګ باندې بندېز ولګېد، چې په دې سره ټوله کفري نړۍ او غلامانو په شمول زیات خفه شول.
خو ازادي رادیو د همغه ممنوع الدخول په استناد د ا.ا په خلاف د پروپاګند لپاره راپور جوړ کړی چې ګنې نوموړي ویلي چې: “طالبانو د ۹۰مې لسېزې په پرتله بدلون نه دی کړی.
“دېته نو وایي: هم مدعي یم هم قاضي.
ازادي رادیو ته چې د پروپاګند لپاره هېڅ په لاس ور نه شي، نو مجبوره ده چې خندوونکی راپور جوړ کړي چې په دې سره یې بایللی اعتبار نور هم مضمحل شي.