یادونه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته هغه رسنۍ، چې د بهرنیو پروژې وې، د افغانستان په داخل کې وتړل شوې، خو هغوی په ارام نه شوې او له افغانستان څخه بهر یې د طالبانو پر ضد منفي تبلیغات او پروپاګند جاري وساته.
بهرنیو هیوادونو د خپلو ګټو له پاره د دغو رسنیو ملاتړ ته دوام ورکړ؛ په دغو رسنیو کې یوه یې د ازادۍ رادیو ده، چې افغانستان کې یې ډیر خلک د غلامۍ رادیو په نوم یادوي.
د ازادۍ رادیو یا Radio Free Europe بنسټ په ۱۹۵۰ کال کې په لویدیځ جرمني کې د امریکا په مالي ملاتړ کېښودل شو.د امریکا مرکزي استخباراتو یا CIA د دغې ادارې مالي ملاتړ کاوه، خو د شوروي اتحاد له ویرې د سي ای اې ملاتړ پټ ساتل شوی و.
سي ای اې تر ۱۹۷۱ پورې د ازادۍ رادیو ملاتړ وکړ، خو له هغه وروسته د یادې ادارې کنټرول د امریکا یوې بلې ادارې ته وسپارل شو.
ازادۍ رادیو د سړې جګړې پر مهال د کمونستي هیوادونو پر ضد او د امریکا په ګټه قوي تبلیغات او پروپاګند وکړ.
ازادۍ رادیو به د ختیځې اروپا کمونستي هیوادونو پر ضد د لویدیځ او امریکا له پاره تبلیغات کول او شوروي اتحاد به ډیره هڅه کوله چې د ازادۍ رادیو د څپو مخه ونیسي.
هغه مهال چې شرق او غرب په سړه جګړه کې ښکیل وو، نو ازادۍ رادیو هم خوندي پاتې نه شوه؛ برتانیکا لیکلي چې د یادې رادیو یو خبریال په لندن کې ووژل شو او جرمني کې یې په مرکز برید وشو.
وروسته په ۱۹۹۵ کال کې د ازادۍ رادیو مرکز د چک جمهوریت مرکز پراګ ته ولیږدول شو چې تر اوسه هلته دی.
ازادۍ رادیو تقریبا په دیرشو ژبو خپرونې لري چې اکثریت خپرونې یې د مسلمانو قومونو په ژبه دي او اصلي موخه یې هم د ازادۍ، بشري حقونو او ښځو د حقونو د اصطلاحاتو له نامه څخه په استفادې د غربي ګټو له پاره پروپاګند او د مسلمانو ملتونو د مغزو وینځل دي.
ازادۍ رادیو له امریکایي اشغال سره سم په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې خپرونې پیل کړې او له هماغه مهاله یې د طالبانو د مبارزې د کمرنګه کولو، غندلو او د جګړې د امریکایي روایت ملاتړ کاوه.
خو د طالبانو له بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته امارت درک کړه چې دغه رسنۍ یوازې تبلیغات او پروپاګند کوي، کوچنۍ پیښې غټوي او افغان ولس ته ناسم مالومات ورکوي، نو ځکه یې د بندولو پریکړه وکړه.
دغه رسنۍ اوس هم له افغانستانه بهر فعاله ده، خو ښکاري چې د غرب دې تاریخي او په مالي او استخباراتي لحاظ پیاوړې دستګاه د امارت په وړاندې لکه د نورو رسنیو غوندې ماته خوړلې ده؛ افغانان یې په خبرونو او مطالبو باور نه کوي او هغوی هسې خواري کوي او خپله انرژي مصرفوي.