د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترمنځ د تاجکستان په خجند ښار کې د درېواړه هېوادونو تر منځ د پولو ټاکلو تړون لاسلیک کړ.
د سرچينې په وينا، د دغو هېوادونو ترمنځ د پولو د نه روښانتیا له امله دوه لسیزې لانجې د وسله والو نښتو لامل هم شوې وې.
خبر زیاتوي، چې د درېيو هېوادونو تر منځ د اړيکو د عمده ستونزو د حل په رڼا کې، د دولتونو مشرانو د تلپاتې دوستۍ ګډه اعلامیه لاسليک کړه او د درې اړخيزه همکاريو د پراختيا ژمنه یې کړې ده.