Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ازبېکستان په گڼو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې
    افغانستان

    ازبېکستان په گڼو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې

    صابر افغانصابر افغان12 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي د ازبېکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف، د ازبېکستان د ولسمشر ځانگړي استازي عصمت الله ایرگشوف او مل پلاوي سره لیدلي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د افغانستان او ازبېستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه‌ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداگرۍ، گډې پانگونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او ازبېکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې اترې وشوې.

    په خبرپاڼه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي، افغانستان وروسته له اوږدې مودې د امن او ثبات مسیر ته راگرځېدلی او دا د ازبېکستان، نورو گاونډیو او سیمې لپاره یو ښه فرصت دی چې له موقع استفاده وکړي او د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیمه‌ییز اتصال پالیسي چې نه یوازې افغانستان بلکې ټولو گاونډیو او سیمې لپاره به د اقتصادي او امنیتي ثبات زېري ولري ملاتړ وکړي او د سترو اقتصادي پروژو تطبیق لپاره موجوده هڅې نورې هم چټکې کړي.

    په دې لیدنه کې د ازبېکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف ویلي، دا ځل له یو قوي تخنیکي ټیم سره چې د خصوصي سکتور سربېره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران یې ملتیا کوي کابل ته راغلي یو او غواړو افغانانو ته ښه زېري ولرو. :«موږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي. د افغان – ټرانس پروژې عملي پيل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی او په همدې اوونۍ کی یې په تعقیب بل پلاوی سره له تجهیزاتو افغانستان ته راځي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي.»

    د نوموړي په خبره، د دې ترڅنگ مو یو بل ټیم د جیولوجي او معدن برخه کې ملتیا کوي او دوی به د افغانستان معادنو او پټرولیم وزارت چارواکو سره لیدنې ولري چې د نفتو، گازو اکتشاف او استخراج او همدا راز نورې هغه برخې چې اسلامي امارت اړونده اداراې یې را په گوته کړي؛ موږ عملي کار ته چمتو یو.:«د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ گمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کولو ته چمتو یو او بل دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي خدمات نور هم وده وکړي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفې را ټیټې کړو.»

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغان سوداگرو ته د ازبېکستان د وېزو اسانتیا یو ښه پرمختگ دی، خو دغه لړۍ دې روغتیايي، ښوونیزو برخو او عامو افغانانو ته د سیاحت لپاره هم وغځېږي.

    د ازبېکستان د ولسمشر ځانگړي استازي عصمت الله ایرگشوف ویلي، له افغانستان نه د څه باندې یو مېلیون ټن ډبرو سکرو اخیستلو لپاره یې نږدې راتلونکي کې تخنیکي ټیم کابل ته راتلونکی دی او په مزار شریف کې د امام البخاري مدرسې ساختماني چارو پېلېدو لپاره به هم انجنیران ډېر ژر افغانستان ته راشي.

    مخکینۍ مقالهالله گل مجاهد نیول شوی دی
    راتلونکي مقاله د جمهوریت تاجک نژادي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    ‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۷…

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.