د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د ازبېکستان له یو شمېر سوداگرو او پانگهوالو سره لیدلي دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د NR انرژۍ الفلاح شرکت رئیس نادر رستموف ویلي، چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت له امله ازبېک پانگهوال او سوداگر غواړي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي.
نوموړي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت کې د بشپړ امنيت له امله په مختلفو برخو کې د سوداگرۍ او پانگونې زمينه برابره شوې.
همدې موضوع په دې هېواد کې سوداگر او پانگهوال کار او فعاليت ته هڅولي دي.: «ازبېکستاني سوداگر او پانگهوال لېوالتيا لري چې له رامنځته شوي فرصت څخه په گټه اخیستنې د انرژۍ، نساجي، د تېلو او کانونو استخراج او د توليدي کارخونو او زېربناوو جوړولو په برخو کې پانگونه وکړي او په دوام يې له اسلامي امارت څخه په پورته برخو کې د همکاريو غوښتنه کوي.»
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ازېکستان سوداگرو ته ډاډ ورکړی، چې په گڼو برخو کې به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.: «د افغانستان اسلامي امارت له گاونډیو هېوادونو سره په ټولو په ځانگړي ډول د سوداگرۍ او پانگونې برخو کې د اړيکو پراختيا غوښتونکی دی او د مختلفو هېوادونو په ځانگړي ډول د گاونډيو هېوادونو له سوداگرو او پانگهوالو څخه غواړي چې د افغانستان په مختلفو برخو کې پانگونه وکړي.»
ښاغلي حنفي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په دې هېواد کې د پانگهوالو او بهرنيو شرکتونو د ټولو سوداگريزو فعاليتونو هرکلی کوي او هغوی ته هر ډول لازمې اسانتياوې برابروي.