تېره اونۍ افغان امنيتي ځواکونو په تخار کې د شر و فساد او داعش ډلې پر مرکز عمليات کړي او درې تنه يې ژوندي نيولي؛ چې دوه تنه يې د شر و فساد ډلې غړي وو او يو يې هم د داعش غړی وو.
نيول شويو کسانو اعتراف کړی چې دوی داعش او د شر و فساد ډلې ته په ګډه کار کاوه؛ چې له تاجکستان څخه افغانستان ته د وران کارۍ لپاره رالېږل شوي وو. څه وخت مخکې هندوکش ته داسي اسناد په لاس ورغلې وو چې د شر و فساد او د داعش ډلې تر منځ په پاکستان کې غونډې شوې وې تر څو د ا.ا.ا مقابل له يو او بل سره مالي او تسليحاتي مرستې وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د شر و فساد او د داعش ډلې نيول شوي کسان اعتراف کوي چې دوی پاکستان او تاجکستان کې روزل کېږي؛ بلکې بار، بار نيول شويو خوارجو او د فساد ډلې غړو په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې يا خو تاجکستان او يا هم پاکستان کې روزل کېږي.
دا چې د شر و فساد ډلې شعار پر ډيموکراسي، فحاشي، ژبني او سيمه ييز تعصب ولاړ دی او بل طرف د داعشي خوارجو شعار د خلافت دی خو د دواړو کردار يواځې د پرديو پروژې عملي کول او د افغانستان او سيمې امن خرابوالی دی؛ که نه څنګه د خلافت شعار ورکوونکي د ډيموکرات او تعصبګرو جامه اغوستې او بل طرف ډيموکراسۍ او سيمه ييز تعصبګرو (د شر و فساد ډلې) د داعشت جامه په تن کړې؟دا چې د ا.ا.ا په راتګ سره په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی او د پرديو پروژو عملي کولو مخنيوی وشو ځکه نړۍوالو خپلې ګټې په خطر کې وليدې او له همغه وخت څخه دوی دغه دوه ډلې روزي.
بل خوا يې پر افغان حکومت د پوچو تبليغاتو او تهمتونو لپاره دوه همسايه (پاکستان او تاجکستان) هېوادونه د افغانستان استعمالوي تر څو ا.ا.ا بد معرفي او دغه اوسنی امن له افغانانو واخلي؛ بيا ځلي افغانستان د جګړې په ډګر تبديل کړي چې وژل کېږي به افغان خو ګټې به د غرب او نورې نړۍ خوندي کېږي.
د نړۍ طاقتوره هېوادونه په خپلو کې سره دښمنۍ لري ځکه يې په نړۍ کې سړه جګړه (Cold War) روانه کړې او هر يو دا کوښښ کوي تر څو خپل حريف ته تاوان و رسوي؛ چې د نړۍوالو استخباراتو د لاس آلې بيا دغسي د شر و فساد او داعش ډلې جوړېږي تر څو د څو ډالرو يا هم د جعلي واک لاسته راوړلو په خاطر د دوی پروژې عملي کړي.
په دغه سړه جګړه کې تر ډېره د نړۍوالو د وسلو د کارخانو د مالکانو لاس هم دی چې جګړه روانه وي نو د دوی کاروبار به هم روان وي. د يادونې وړ ده چې په نړۍ کې ۵۱ سلنه د وسلو کارخانې يواځې د امريکا او پاتې ۴۹ سلنه يې د نړۍ د نورو بدمعاشه هېوادونو دي چې په نړۍ کې يې سړه جګړه جاري ساتلې.
دا چې افغانستان د آسيا په زړه کې موقعيت لري او د ډېرو آسيايي هېوادونو سره سرحد لري ځکه هر يو غواړي دلته خپل خلک (جاسوسان) ولري او پر وخت ترې کار واخلي؛ خو د ا.ا.ا په راتګ سره د دوی ټولې دسيسې شنډې او اکثره جاسوسان يې يا هم بهر ته وتښتېدل او يا هم د ا.ا.ا په حکومت کې بيخي له فعاليت څخه ولوېدل.
د ا.ا.ا په راتګ سره يو اسلامي او ملي نظام منځته راغی چې سرتاسري امن دی، شرعي او د عدل نظام دی ځکه ټول ولس ورسره ترڅنګ ودرېده؛ تعصب پکې نشته او يواځې د اسلامي بيرغ تر چتر لاندي ټول قومونه سره راټول شوه، ځکه اوس نه د داعش د دروغو شعارونو او نه هم د شر و فساد د تعصب، قوم پرستۍ شعارونو باندې خلک خطاوځي.
همدغه وجه ده چې دلته دغه ډلې او د نړۍ استخباراتي کړۍ هېڅ فعاليت نه شي کولای او نه هم له ولس څخه څوک ورسره درېږي؛ ځکه نړۍوالو استخباراتو د داعش او شر و فساد ډلې پروژې د يو کولو پلان وتړه، خو بيا هم الحمدلله ناکامه شوي او لا به هم شرمنده کېږي.
ولس پوهېږي چې اوس هم اسلامي او هم له تعصب څخه پاک نظام دی کوم چې له لسيزو څخه يې افغانان په تمه وو؛ تاجک، ازبک، پښتون هزاره، بلوڅ او ټول قومونو په يوه اتحاد سره د اسلامي امارت ملاتړ کړی او نه غواړي بياځلي د تعصبګرو په دروغجنو شعارونو سره په خپلو منځونو کې جګړې وکړي.
د افغان ولس اتحاد، د افغان زړورو ځواکونو مېړانه، د ا.ا.ا د مشرانو د پرمختللي سياست او د ولس سره محبت د دې وجه ګرځېدلې چې د افغانستان هر دښمن هغه که د بهرني استخباراتو، د شر و فساد او يا هم د داعشيانو په جامه کې وي ناکامه شوي. رب دې د افغانانو له سره دغه امن، سولييز او اسلامي ماحول نه اخلي.