د مقاومت جبهې له منځه، هندوکش غږ ته باوري سرچينو خبر ورکړی چې د اسرائيلو د پوځي استخباراتو ادارې «موساد» استازي له څو ورځو راهيسې په فرانسه او ترکيه کې له افغانستان څخه د تښتېدلو ډلو له مهمو استازو او استخباراتي مسؤلينو سره په پټه په ليدنو بوخت دي.
هندوکش غږ ته سرچینې زياتوي چې د موساد استازو له افغانستان څخه د تښتېدلو مخالفو ډلو له مشرانو او د دوی د استخباراتي کميټو له مسؤلينو او استازو غوښتي چې په ايران کې د شته نفوذ او له ايراني حکومت سره له روابطو څخه په استفادې دې په ايران کې د معلوماتو په راټولولو کې همکاري ورسره وکړي؛ د سرچينې له قوله چې دا معلومات په عمومي ډول په دوه برخو کې غوښتل شوي، لومړی دا چې د مهمو ايراني افرادو د ځايونو او د بدلون په اړه معلومات او دویم دې له اسرائيلي بريدونو څخه وروسته له ساحې څخه او له ايراني امنيتي کسانو سره د روابطو په توسط د امکان تر حده معلومات راټول او له موساد سره شريک کړي.
د هندوکش غږ سرچينه زياتوي چې له همدې ليدنو وروسته د مخالفو ډلو د مهمو مشرانو او مسؤلينو له خوا ايراني امنيتي چارواکو او د سپاه پاسداران چارواکو ته د خواخوږۍ پيغامونه وړاندې شوي او ورته د همکاريو وړانديزونه هم شوي دي، تر څو په دې ډول ځانونه خواخوږي معرفي او په دې حساس وضعيت کې د ايران امنيتي او اطلاعاتي ادرسونو ته ځان نږدې او وکولای شي د ارزښت وړ استخباراتي معلومات راټول او له موساد سره شريک کړي.
د دقيقو او کره معلوماتو پر اساس، څو مياشتې وړاندې هم د امريکا او غرب د ځينو استخباراتي ادارو استازو د مقاومت شوری له مشرانو سره په ترکيه کې ليدنې کړې وې او د ځينو امتيازاتو په بدل کې يو توافق ته رسېدلي وو، تر څو د ايران په اړه په استخباراتي برخه کې همکاري ورسره وکړي. له دې ليدنو وروسته د مخالفو ډلو ځينو مهمو مسؤلينو په کمه زماني فاصله کې ايران ته سفرونه هم وکړل او د ايران له مهمو چارواکو سره له لیدنې سربيره يې ځينو مهمو دولتي ادارو او د سپاه پاسداران مراکزو ته هم مراجعه کړې وه.