الجزه نړيوال ټلويزيون راپور ورکوي چې نن سهار وختي د لبنان حزب الله ډلې پر اسرائیلو پراخ توغنديز بريدونه کړي، چې اصلي موخه یې د حيفا ښار په ختيځ کې د صهيونيستي اسرائیلو يو پوځي کمپ ښودل شوی.
راپور همدارنګه زياتوي چې حزب الله وېلي ياد بريدونه یې د لبنان په پلازمېنه بيروت کې د صهيونيستي اسرائيلو د وروستيو بريدونو په ځواب کې کړي، چې پکې شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور بيا ټپيان شول.
بريدونو کې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته خو وېل کېږي چې د حزب الله ياد توغنديز بريد د صهيونيستي اسرائيلو او حزب الله د وروستيو کلونو د جګړې تر ټولو قوي او د لرې واټن ويشتونکي توغنديز بريدونه شمېرل کېږي.
د الجزيرې په راپور کې همدا راز راغلي چې صهيونيستي اسرائيلو د يادو بريدونو وروسته خپل پوځيان له غونډو او يوځای راټولېدونو منع کړي او وېره یې ښودلې چې د حزب الله د توغنديو ښکار نشي.