د غزې د خان يونس له سيمې الجزيرې ټلويزيون په خپل ژوندي چلیدونکي پروګرام کې، بېګا ناوخته اعلان وکړ، چې اسراییلي ځواکونو يواځې پرون د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان کړل، او د دې ترڅنګ یې د لویو ټانکونو او بلدوزرونو په وسيله د دير البلاح ښار په مرکز کې د خلکو کورنو ورانول هم پيل کړي، چې په پايله کې ېې په تېرو دوو ورځو کې، له سلو زرو څخه زیات خلک کډه کولو ته اړ کړل.
هاخوا بيا د اوربند د خبرو د نوي څرک هيله له مصر پورته شوه، او پرون د حماس اسلامي غورځنګ د جګپوړي چارواکي خلیل الحیا په مشرۍ یو پلاوی د مصر قاهرې ته ولاړ، ياد پلاوی به قاهره کې د غزې د اوربند په تړاو خبرو کې ګډون کوي.