Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»اسرائيلي جنرال: د غزې د جګړې دوام به اسرائيل تر سقوط رسوي
    منځنی ختیځ

    اسرائيلي جنرال: د غزې د جګړې دوام به اسرائيل تر سقوط رسوي

    عمران آغاعمران آغا22 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ايران ايسنا خبري اژانس په خپل يوه راپور کې ليکي چې هارتز اسرائيلي ورځپاڼې د متقاعد اسرائیلي جنرال اسحاق بريک یوه مقاله خپره کړې، چې پکې بريک خبرداری ورکړی چې د حماس او د لبنان د حزب الله غورځنګ پر ضد د جګړې دوام به، اسرائیل په یو کال کې تر سقوط رسوي.

    د ایسنا اژانس راپور کاږي چې دغه متقاعد اسرائیلي جنرال اسحاق بريک، چې په اسرائیلو کې د غضب استازي”په نوم شهرت لري، زیاته کړې چې د دفاع وزیر یوف ګالانت هم حقیقت درک کول پیل کړي او په وينا یې که مذاکرات موافقې ته ونه رسېږي او ناکام شي، نو له امله به يې سیمه ايیزه جګړه پیل شي چې دا به د اسرائیلو لپاره لوی خطر وي.

    راپور همدارنګه زياته کړې چې بريک په خپله مقاله کې وايي: زه ګومان کوم چې ګالانت اوس په دې پوه شوی چې جګړې خپل هدف له لاسه ورکړی دی، موږ د غزې په دلدل او ډنډ کې ډوب یو او خپل عسکر له لاسه ورکوو او په مقابل کې مو د جګړې اصلي هدف چې د حماس راپرځول دي هم نه دی ترلاسه کړی او فرصتونه مو هم له لاسه ورکړي.

    راپور کې راغلي چې بريک په خپله مقاله کې په ټینګار سره وايي چې په سیاسي او پوځي سطحه ټولې لارې به اسرائیل د زوال په لور بيايي. او په وينا یې يوازې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د افراطي ملګرو ګوښه کول ممکن اسرائیل له زوال او داسې برخليک څخه وژغوري چې په هغې کې بېرته راستنېدل نه وي.

    اسرائيلي صهيونستي رژيم د غربي هېوادونو په پراخ ملاتړ د تېر کال اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې وحشي جګړه پيل کړې ده، چې له امله یې تر ۱۳۳ زره تنه شهیدان او ټپیان شوي، چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي او تر ۱۰۰۰۰ زیات لادرکه دي، او د غزې اوسېدونکي د پراخې ویجاړۍ او مرګونې قحطۍ سره مخ دي.

    مخکینۍ مقالهبلخ کې د ازبیکستان په مالي ملاتړ د هېواد په کچه تر ټولو لويه مدرسه جوړېږي
    راتلونکي مقاله اجیرې رسنۍ د شر او فساد پلویانو ته هوا ورکوي

    مربوطه لیکنې

    سوریې ملګرو ملتونو کې د عرب هېوادونو مشري ترلاسه کړه

    3 فبروري 2026

    پر غزې د صهیونیست رژیم تازه بریدونو کې ۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي

    31 جنوري 2026

    ټرمپ او الشرع د سیمه‌ییزو کړکېچونو د حل لپاره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی

    28 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 4 فبروري 2026

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

    ‏په بېشکېک کې د افغانستان سرپرست سفیر، مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د…

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    4 فبروري 2026

    ايران غواړي امريکا سره د راتلونکو خبرو ځای له ترکیې څخه عمان ته بدل کړي

    4 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

    4 فبروري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    4 فبروري 2026

    ايران غواړي امريکا سره د راتلونکو خبرو ځای له ترکیې څخه عمان ته بدل کړي

    4 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.