د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري د یوې ویډیو په خپرولو سره پر ایراني اهدافو د برید پخلی کړی دی. هاګاري ویلي: د اسرائیلو پر ضد د ایراني رژیم د څو میاشتو پرله پسې بریدونو په ځواب کې، د اسرائیلو پوځي ځواکونه اوس مهال په ایران کې پر پوځي اهدافو دقیق بریدونه کوي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند زیاته کړې: د نړۍ د بل هر خپلواک هیواد په شان د اسرائیلو حکومت د ځواب ویلو حق او دنده لري، د اسنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ ایران د ځوابي مرګوني برید لپاره خپل چمتووالی بشپړ کړی.
د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې ایران اسرائیلو کې پر پوځي مرکزونو پراخ توغندیز بریدونه کړي و، چې په ترڅ کې یې د سختو وېجاړیو راپورونه ورکړل شوي و.