الجزيرې راپور ورکړی، چې د اسرائيلي رژيم پوځ غزه کې حماس غورځنګ سره د خپل وروستي اسير اسرائيلي سرتېري ران غفيلي، جسد موندلی دی.

د اسرائيل لومړي وزير نتنياهو ويلي چې د ران غفيلي جسد موندل يوه ستره بريا ده او اسرائيل خپله ژمنه پوره کړه.

بلخوا بيا حماس غورځنګ ويلي، چې د وروستي اسرائيلي بندي جسد موندل د اوربند تړون پر شرطونو د ياد غورځنګ ژمنتيا ثابتوي.

غزه کې له وروستي شوي اوربند راپه دېخوا، اسرائيلي رژيم نږدې هره ورځ ياد تړون مات کړی او پر غزې په بريدونو سره یې عام فلسطيني وګړي شهيدان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version