د الجزیرې خبرې شبکي د راپور له مخې، د صهیونیستي اسرائیلو د انرژۍ وزیر الي کوهن د غزې لپاره د برېښنا د سمدستي بندولو پرېکړه لاسلیک کړې.
د خبر له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې حماس به په راتلونکي کې په غزه کې شتون ونه لري.
نوموړي دغه پرېکړه د دې لپاره کړې، چې پر حماس غورځنګ فشار راوړي ترڅو د اوربند لومړی پړاو وغځوي.
له بل لوري حماس اسلامي غورځنګ د صهیونیستي اسرائیلو دغه پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او دا یې ښکاره جنګي جنایت بللی دی.