ار ټي عربي روسي رسنۍ راپور ورکړی، چې اسرائیل د حزب الله د هغې نوې او اغېزناکې وسلې په اړه جدي اندېښنه ښودلې چې د جګړې معادله یې توازن یې بدل کړی دی.
سرچينې ويلي، دغه نوې وسله کوچني او ارزانه ډرونونه دي چې د نوري فایبر په واسطه کنټروليږي، تر ۱۰ کیلومترۍ مزل کوي او په خورا دقت اسرائیلي سرتېري په نښه کوي.
د دې ټکنالوژۍ اصلي ځانګړتیا دا ده چې د اسرائیل برېښنايي جګړې پرمختللي سیسټمونه او رادارونه یې نشي کشفولی او نه یې هم په څپو کې ګډوډي رامنځته کولی شي.
