د اسټرالیا د رسنیو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې “د اسټرالیا صدر اعظم انتوني البانیز ویلي، چې هېواد به یې د یو نوي قانون په تصویب سره په دغه هېواد کې د ۱۶ کلونو څخه په کم عمره ماشومانو د ټولنیزو رسنیو کارول بند کړي.
انتوني البانیز ویلي، د تکنالوژۍ د هغو شرکتونو پر ضد به اقدامات وشي چې د ځوانو کاروونکو په حفاظت کې پاتې راغلي؛ د البانیز په وینا، چې ټولنیزې رسنۍ په واقعیت کې ماشومانو ته زیان رسوي.