لیکوال: عادل افغان
په افغانستان کې د تېرې ادارې له راپرځېدو او د اشغال پای ته رسېدو سره جوخت، له افغانستانه بهر لومړی په لندن او بیا په واشنګټن کې د «افغانستان انټرنېشنل» په نوم د یوې بدنامې رسنۍ نشرات پیل شول.
تر افغانستان انټرنېشنل وړاندې، دې ته ورته د ایران انټرنېشل په نوم رسنۍ هم نشرات درلودل او لا هم دوام لري. دا دواړې رسنۍ د امریکا، اسراییل او برېټانیا په مستقیم استخباراتي او مالي ملاتړ چلېږي.
د دې ترڅنګ دغو رسنیو ته د نورو هغو په پرتله په زیاته پیمانه امکانات، واکونه او دغه راز ځانګړي امتیازات ورکړل شوي، ترڅو د یادو هېوادونو له خوا ورکړل شوی ماموریت په ښه توګه پر مخ یوسي.
دا چې په افغانستان کې د اشغال د ټغر په ټولېدو سره، غرب او متحدین یې په افغانستان کې په تبلیغاتي جګړه کې هم مات شول او دغه راز یې په افغانستان کې هغه رسنۍ له واکه وایستل شوې چې پخوا به یې دوی ته د پیسو او امکاناتو په بدل کې پراخ تبلیغات کول، نو همدې تشې ته په کتو د افغانستان انټرنېشنل د جوړېدو اصلي موخه دا ده، ترڅو امریکا او غربي متحدین یې دغه سنګر بیا فعاله کړي او د افغانانو پر وړاندې خپله تبلیغاتي جګړه روانه وساتي.
د افغانستان انټرنېشنل له مشرتابه نیولې بیا تر عادي په اصطلاح خبریالانو، مبصرینو او د چارو شنونکو ټول یې تر استخباراتي فلټر راوتلي کسان دي، دوی ته دې خوش خدمتۍ په مقابل کې په لوړه کچه امتیازات او معاشونه ورکول کېږي، دوی تر ډېره هغه کسان دي، چې تېرې دوې لسیزې یې خپلې خولې د ناټو او امریکايي حضور د دوام، د دوی د اشغال او وحشت د توجیه او دغه راز د بشري حقونو د مدافعینونو په توګه افغانانو ته د ورپېژندل په لاره کې شلولې وې.
که د دوی تېرې تجربې او کاري بګرونډ په غور سره وکتل شي، دغه کسان هېڅ ډول اسلامي، انساني، ملي او افغاني ارزښتونو ته قایل نه دي، بلکې دغه ټول ارزښتونه یې په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي او پر ځای یې د غربي فرهنګ او ارزښتونو د ترویج لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
د افغانستان انټرنېشنل اصلي ماموریت په افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت بدنامه کول، د اسلامي ارزښتونو مسخه کول او پرې ملنډې وهل، د افغانانو ترمنځ قومي، سمتي، مذهبي او نژادي توپیرونو او تعصبونو ته لمن وهل او دغه راز د خلکو په منځ کې بې ځایه شکونه او سوءتفاهم پیدا کول دي.
پورتنیو ټولو مواردو ته په کتو، اسلامي امارت په هېواد کې د دې پرديپالې او ارزښت مسخه کوونکې رسنۍ پر نشراتو بندیز لګولی او تازه یې د یوې پرېکړې له مخې، له ټولو خلکو غوښتنه کړې چې له دې بدنامې رسنۍ سره له هر ډول مرستې او مرکې کولو ډډه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمېسیون د دې رسنۍ لس داسې د قانون خلاف موارد مستند کړي، چې له مخې یې د یادې رسنۍ په اړه دغه پرېکړه کړې.
په دې مواردو کې ناسم معلومات، شخصیت وژنه، د ارزښتونو پایمالول، ژیړ او سور ژورنالیزم، قومي، سمتي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهل، د اوسنۍ سولې او ټيکاو پر وړاندې درېدل او بې پرېروالی تر پښتو لاندې کول او نور شامل دي.
د اسلامي امارت له دې پرېکړه سره هممهاله، د پردې تر شا د دې رسنیو د ملاتړو غږ را اوچت شو. د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مک کال د امارت دغه پرېکړه غندلې او په دې اړه یې خپله خواشیني څرګنده کړې ده.
د دې ترڅنګ بهرمېشتو نورو بنسټونو هم پر دې ویر د تمساح اوښکې تویې کړې.
دا هغه یو ښکاره دلیل دی چې دا په ډاګه کوي چې دغه بدنامه رسنۍ له کومه خړوبېږي او د پر بندېدو یې څوک دردېږي. د دغه تبلیغاتي مرکز پر وړاندې د اسلامي امارت اوسنی دریځ د ستایلو دی، بلکې لا نور هم باید سخت شي. هېڅ ډول معلومات ورته په واک کې ور نه کړل شي.
د دې ترڅنګ په افغانستان کې مېشت خبریالان هم باید د خپلي مسلکي، دیني او ملي رسالت له مخې له دغه ډول پردیپالو رسنیو سره له هر ډول مرستې او کارکولو ډډه وکړي، پر دې دوی د فشار لپاره باید له هر ډول وسیلو کار واخیستل شي، ترڅو د غرب د دغه وروستي او مړ ژواندي تبلیغاتي مرکز شاهرګونه هم پرې شي او له شر او زیان څخه یې خلک، وطن او اوسنۍ سوله او ټیکاو په امن کې شي.
په پایله کې، عام خلک هم باید له دغه ډول رسنیو واټن واخلي، د دې پر ځای دې نورو هغو رسنیو ته مراجعه وکړي چې راپورنه، خبرونه او خپرونې یې کره، دقیق او د دوی له ارزښتونو سره سمې وي، نه دا چې د ناسمو معلوماتو او تبلیغاتو ښکار شي.
که څه هم دغه رسنۍ له هماغه پیله ډېر ژر د خلکو په منځ کې پر رټل شوې او پرديپالې رسنۍ مشهورې وې، خو بیا هم هغو پراخو امکاناتو ته په کتو چې د دوی په واک کې ورکړل شوي، د دوی اوسني تبلیغات خطرناک او زهرجن دي او اوسنی افغان حکومت یې باید د مخنیوي په پار لا ډېر ګامونه اوچت کړي.