Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغانستان انټرنېشنل یوه لویدلې او بې حیثته رسنۍ
    لیکني

    افغانستان انټرنېشنل یوه لویدلې او بې حیثته رسنۍ

    صابر افغانصابر افغان14 مارچ 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحیدالدین حیدر

    د افغانستان انټرنېشنل تلویزیون د حوت پر درویشتمه د ا،ا،ا د عدليې پر وزیر ښاغلي مولوي عبدالحکیم شرعي باندې تور پرې کړی چې ګواکې نوموړي د وزارت په انګړ کې شخصي زندان جوړ کړی او د خپل شخصي خصومت او شخصي بدیو مطلوب کسان دلته زندان ته راکشوي.

    يادې رسنۍ د خپل همدې راپور په بنسټ د تېرې ادارې د ولسي جرګې غړی نعیم کوچی د بیلګې په ډول یاد کړی، چې عدليې وزارت کې زندان کې اچول شوی.د عدليې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د دولتي ځمکو د استرداد او ګرځولو د کمیسون هم رئیس دی چې د ا.ا.ا د مشرتابه له لارښوونې سره د دولت هغه ځمکې چې په تېر کې په ظالمانه ډول غصب شوې وې، بیرته راوګرځوي.

    له دغو فرعونیانو چا پوښتنه نشوای کولای ځکه دوی د تېر نظام په قانون کې قانوني مصؤنیت لاره او دې طبقاتي او ظالمانه قانون استثناءات لرل، عام ملت به بې ګناه زنداني کېده او کلونه کلونه به یې محکمې نه کېدې، یا به په بې رحمانه ډول د چاپو او کیسو په دسیسو کې بې قتلېدل، چا یې د قضایاوو پاڼه نه اړوله، د کابل فرعونیانو د سیاف وراره ممتاز شخصي زندان درلوده، د ملت بچي به اختطافول، حسیب قوای مرکز د ارګ ترڅنګ له دوکانو او مارکیټونو باج اخیسته او شخصي زندان یې درلود، همداسې الله ګل، تره خیل، مسلمیار، ظاهر قدیر او لالي حمیدزي کراتو کراتو د وزیرانو تر انتقاد لاندې راتلل چې دوی ترې باج غوښته، یابه یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو پر قاچاق تورن کړل، له ګمرکي محصول پرته به یې هیواد ته مالونه واردول، چې دا بذات قاچاق دی خو دوی به د وخت اداره ننګوله او پر وزیرانو به بلوسیدل.دا خو اوس هغه پوده او پرسوده رژیم نه دی چې خلک دې شخصي زندانونه ولري او خپلسري کارونه دې وشي.

    د نعیم کوچي زوی حیدرجان نعیمزوی د کابل بګرامیو کې شاوخوا دولس سوه جریبه ځمکه د کابل (٢٢)ناحیې اړوند قریه علاوالدین خیل کې غصب کړې، چې دوسیه د محاکمو دوران لاندې وه چې یاده موضوع دغې اختصاصي محکمې ته د قضای امارت له لوري د (٣٢٨١)٣/١٢/١٤٤٤ نیټې ګڼه لیک په اساس استولې.

    يادې اختصاصي محکمې ١١/٦/١٤٤٥ نېټې (١٥/٢) نمبر قرار صادر کړ او خپله پرېکړه یې د (١٥٧)لیک سره مل په ١٣/٦/١٤٤٥ نېټې بیرته قضای امارت ته ولېږله او یاده پرېکړه قرائت شوه چې په ترڅ کې یې (٥٥٥)جریبه ځمکه د (٧٤٩٣/٩٤٦)٢٦/١٢/١٣٣١ قوالې په اساس د ځمکې اصلي مالک ته وسپارل شوه، باقې پاتې ځمکه امارتي ادارې پورې اړوند ځمکه تشخیص شوه، چې په امارتي ځمکه کې حیدرجان نعیمزوی چې د لوګر ولایت اصلي استوګن دی کور هم ودان کړی و، څو ځله ورته خبر ورکړل شو چې کور تخلیه کړي مګر نوموړي بار بار د محکمې له حکم څخه تمرد او سرغړونه کوله چې بیا د محکمې د دویمې فقرې (٣٨٣٢)٧/١١/١٤٤٤ حکم دده په شمول له نورو غاصبانو ځمکه را وګرځوله او دوی تر توقیف لاندې راغلل، د ده په شمول به هیڅ غاصب د قانون له منګولو مستثنی نه وي.

    دلته اوس مسؤله او ځوابګویه اداره ده چې په ټولې سپېڅلتيا د اموراتو سره چلند کوي، ځکه د دې ادارې اساس ایمان او تقوا باندې ولاړه ده، رهبري او زعامت یې د شریعت په رڼا کې لارښوونې کوي او ماتحتان پرې اجرات کوي.دغه شیطانه رسنۍ او د دې ترڅنګ نورې اجیرې رسنۍ غواړي چې د اسلامي نظام په وجود کې کمزوري پيدا کړي، مګر لله الحمد په دې نه توانیږي بیا نو بیچاره ګان مجبور شي درواغجن راپورنه جوړ کړي او په ا،ا،ا اتهامات پورې کړي.

    چې یو اتهام یې د عدلیې پر وزیر د شخصي زندان تور دی چې ګویا نوموړي حیدر نعیمزوی د شخصي بدۍ له امله زندان ته اچولی.

    مخکینۍ مقالهد کوفي لالهانده منډې او د بادار ناچاره ورځ!
    راتلونکي مقاله کابل ښار کې امنیتي ځواکونو د شر او فساد ډلې څلور بریدګر وژلي

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د خپل مياشتني راپور په خپرولو سره ویلي،…

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.