Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»افغانستان او افغانانو ته د کرايي مخالفو ډلو میراثي ارمغان!
    تورې څېرې

    افغانستان او افغانانو ته د کرايي مخالفو ډلو میراثي ارمغان!

    صابر افغانصابر افغان15 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بهر کې مېشتې د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفې ډلې ټپلې له اوږدې مودې راهیسې په دې موخه د بهرنیانو دروازې ورټکوي، چې افغانستان ته بیا جګړې راوړي، بیا د افغانانو وینې وبهوي، بیا افغانستان په کنډواله بدل کړي، بیا د قومونو ترمنځ دښمنۍ راپورته کړي، بیا پاټک سالارۍ او ټوپک سالارۍ مروجې کړي، بیا بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو ته په افغانستان کې د لاس وهنې لارې پرانیزي او په ټوله کې افغانستان بیا د پردیو او نیابتي ډلو د جګړو ډګر وګرځوي، د خلکو اولادونه پکې تباه او خپل ځانونه او اولادونه پکې چاغ کړي، دا د دوی د ټولو منډو، ترړو او سرګردانیو اصلي موخه ده.

    دغه ډلې ټپلې او د دوی سرلاري هغوی دي چې یا خو څلور لسیزې د افغان غمیزې اصلي لوبغاړي وو، یا زامن او یا یې هم د کورنۍ غړي دي. هماغه کسان او د هماغو ډلو ټپلو غړي دي، چې افغانستان یې یو ځل د کورنۍ جګړې په خونړي اور کې وسوځاوه او دا ویاړلی هېواد یې د تجزیې او ټوټه کېدو پر پوله درولی و. دا هماغه خلک دي چې شل کاله د افغانستان په هر کلي او هر ګوټ کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره د افغانانو په وینو تویولو پسې سرګردانه وو، هماغه کسان دي چې په ناسمو کوردیناتو به یې په امریکايي الوتکو د واده پر مراسمو، جنازو او یا هم نورو غونډو بمبارد کاوه.

    دوې لسیزې یې د افغانانو په وینو تجارت وکړ، ځانونو ته یې ښه ژوند پکې جوړ کړ، د افغانانو د وینو او هډوکو په بدل کې په ترلاسه شویو پیسو یې پردي بانکونه اسوده وو، له همدې لارې په ترلاسه شویو پیسو یې په بهر کې دنګې ودانۍ جوړې کړې. له لسیزو دغه ډول تجارت وروسته، له څو کلونو راهیسې پر دوی دغه تور تجارت درېدلی، خو دوی کرار نه دي ناست، دوی لا هم لالهانده دي، دوی لا هم د هماغه دوران د بیا راوستلو په هڅه او لټه کې دي. دوی غواړي بیا د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي، دوی غواړي بیا خلک په یوه او بل نوم، په یوه بل شعار او په یوه او بله بهانه تېر باسي او یو ځل بیا یې د هماغه وینو او بدمرغیو ډنډ ته ورټېل وهي.

    دوی همدا اوس په بهر کې له ګڼو جنایتکاره ډلو، د وسلو جوړولو له فابریکو، قاچاقبرو، بدنامو او جنایتکاره استخباراتي ادارو سره لاس یو کړی، هره ورځ یې دروازې ورټکوي او په افغانستان کې د جګړې د اور د بلېدو په موخه ترې دروېزه کوي، دوی هڅوي چې دا اور ژر بل کړي او ژر افغانان پکې وسوځوي. دوی دا کار ځکه اوس دلته نه شي کولای، چې په افغانستان کې یو پیاوړی مرکزي نظام شته او ترڅنګ یې ټول عام ولس د دې بدمرغۍ غوښتونکي نه دي.

    دوی ټول هڅه کوي چې خلک په یوه او بل نوم، په یوه او بل شعار او په یوه او بله بهانه تېر باسي او بیا دلته خلک جګړې ته وهڅوي. که خدای مه کړه، دوی په خپل دغه شوم پلان کې بریالي شي، افغانستان به یو ځل بیا د داسې بدمرغیو او وینو ډنډ ته لوېږي، چې بیا به هېڅکله ترې راپورته نه شي، افغانستان به بیا ټوټه کېږي، هرڅوک به پرې ظلم او تېری کوي، د پوښتنې څوک به یې نه وي، هر ځای به ټوپک سالاري او پاټک سالاري حاکمه وي، ظالم به د مظلوم په وینو او غوښو ځان پړسوي.

    دا د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی چې د دغه بدمرغو او بدبختو تورو څېرو په غوړو او کاذبو وعدو، خبرو او ژمنو ونه غولېږي، خپل هېواد په لوی لاس د وینو ډنډ ته پورې نه وهي، بلکې دوی لا پسې ورټي او لا ترې واټن واخلي. افغانانو ته بویه چې اوس د خپل هېواد د ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره مټې رابډوهي او په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامريکا پر هند اېف‌ ۳۵ پرمختللې جېټ الوتکې پلوري
    راتلونکي مقاله د کندهار په سپین بولدک بندر کې شاوخوا ۲۲۰۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.