
د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ډاکټر عبدالباري عمر د قرغزستان د انرژۍ له مرستیال وزیر سره کتلي.
برښنا شرکت وایي، دې ناسته کې د برښنا شرکت مشرتابه د ملي شرکت عمومي جوړښت، د وارداتي برښنا اوسنی وضعیت او د افغانستان په خاوره کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د کارونو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړي.
د قرغزستان د انرژۍ وزارت مرستیال ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د افغانستان له برښنا سکتور سره د تخنیکي همکارۍ په برخه کې لازم ملاتړ کوي.
نوموړي د افغانستان برښنا شرکت مسئولینو ته د قرغزستان د برښنا شبکې د نږدې کتنې لپاره د سفر رسمي بلنه هم ورکړې ده.
ورته مهال دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د برښنا په برخه کې به خپل تخنیکي او مسلکي اړیکې لا پیاوړې کوي.

