Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغانستان ته دام اېښودونکي څنګه په خپله لومه کې را ګیر شول؟
    لیکني

    افغانستان ته دام اېښودونکي څنګه په خپله لومه کې را ګیر شول؟

    صابر افغانصابر افغان2 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې، پر ټولنیزو رسنیو له خپرو شویو ويډیويي او غږیزو کلېپونو او همدا راز راپورونو څخه ښکاري، چې په بهر کې مېشت د افغانستان د سولې، پرمختګ او سوکالۍ ضد کړۍ چې ځانونه په بېلابېلو نومونو او جهبو یادوي، له سختو خپل منځي اختلافاتو سره مخ دي. دغه افراد، ډلې او کړۍ چې د جمهوريت له را پرځېدو سره جوخت، له هېواده وتښتېدل او اوس په بهر کې مېشت دي، له تېرو دریو کلونو راهیسې یې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاینونه پیل کړي، چې څنګه وتوانېږي په افغانستان کې شته امنیت، سوکالۍ او پرمختګونو ته خنډونه جوړ کړي او هېواد بیا د جګړې پر لور بوځي.

    که څه هم دوی په ښکاره توګه ځانونه بېلابېلې جبهې یادوي، خو د افغانانو په منځ کې بیا د سیاسي سوداګرو، چپاولګرو، غاصبینو او همدا راز د بغاوتګرو په نوم شهرت لري. د دوی د تېر تیاره او ناوړه تاریخ له کبله ورڅخه د کرکې او نفرت ښکارندويي کوي. حتیٰ د دغه ډلو او کړیو د مشرانو پلرونه او د کورنۍ غړي د افغانستان د لسیزو بد مرغیو اصلي عاملین وو، چې له امله یې د عام ولس په منځ کې تل په ښه نوم نه یادېږي.

    په افغانستان کې د تېرې شل کلنې غمیزې او یرغلونو پر مهال همدا شر او فساد د امریکا او د دوی د متحدیتونو د صف ملګري وو، په هېواد کې یې شل کاله په ګډه د افغانستان د خلکو، د دوی د دیني، فرهنګي او ملي ارزښتونو په خلاف سخته جګړه وکړه، د خلکو مالونه یې ولوټل، په افغانستان کې یې د پرديو ارزښتونو او فرهنګ د تطبیق او ترویج لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې. بې ګناه خلک یې ووژل، زندانونه یې ترې ډک کړل، مالونه یې په زور ترې واخیستل او ځمکې یې ترې غصب کړې، له دې سره د دوی پر وړاندې مخالفتونه او کرکې لا ډېرې شوې، تر دې چې درې کاله وړاندې یې ټغر ور ټول کړ.

    همدغه دوه تابعیت لرونکې فسادیان له وېرې امریکا، اروپا، ایران، تاجکستان، ترکیې او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته وتښتېدل. درې کاله کېږي، چې د دوی په نشتون کې افغانانو د ارامۍ ساه واخیسته، خو دوی دومره نا ارامه او سرګردانه وو، چې ځمکې ځای ورته نه ورکاوه؛ په افغانستان کې یې د جګړې د اور بلولو لپاره د هر چا دروازه وټکول، له نړیوالو جنایتکارو بانډونو، کمپنیو او کړیو سره یې اړیکې پراخې کړې او همدا راز یې په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو تر منځ د بې باورۍ او جګړې ته د دوی د هڅونې لپاره پراخ کمپاینونه تطبیق کړل، مګر دا هر څه یې بې پایلې وو، نه پرې چا باور وکړ او نه یې چا ملا ور وتړل.

    دغه ډلې له بدې ورځې او بده بخته کړېږي، اوس یې په خپلو منځونو کې د قوم، سمت، ډلې، تنظیم او ګوند په نوم نادودې پیل کړې. دوی که د هر قوم، سمت، هرې ژبې او یا هر مذهب دي، د افغانستان لپاره له بدمرغۍ پرته بل پلان نه لري؛ د دوی له سختو منډو او ترړو سره سره، نه چا ته قناعت ورکولی شي چې د دوی ملاتړ وکړي او نه هم څوک د دوی د ګټو لپاره جګړه کوي.

    دې چارې دوی سخت منزوي کړي، هره ورځ ځورېږي او سپکېږي، تر دې چې اوس یې په خپلو منځونو کې ګرېوانونو ته لاس اچولی. دوی اوس د یو او بل له نادودو او پټو رازونو پرده پورته کوي. دا د لوبې او رسوايي پیل دی، دا لوبه لا پسې ګرمېږي او دا ځل به نه عادي افغان پکې زیانمن کېږي او نه افغانستان، بلکې دا ځل به دوی په خپلو کې سره وژني.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله تيرو ۴۸ ساعتونو کې تحرير الشام د سوريې مهمې سيمې نيولې دي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.