په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له ماتې وروسته، په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیز تعامل او بحثونه په درېیم هېواد او تر ډېره په قطر کې ترسره کېدل، خو تېره ورځ امریکايي اړخ د تېر او معمول خلاف کابل ته مستقیم سفر وکړ او دلته یې له اوسني افغان حکومت سره په بېلابېلو مسایلو دوه اړخیزې خبرې وکړې، دواړه لوریو د ستونزو او مسایلو د حل لپاره په دغه ډول دوه اړخیز تعامل او بحثونو ټینګار وکړ. دغه راز د افغانستان اوسني حکومت له خپله اړخه د حسن نیت ښودلو په موخه امریکايي بندي جورج ګلزمن هم له دوه کلن بند ازاد کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه بندي ازادېدل د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې یو مثبت او رغنده ګام وباله.
د چارو شنونکي له افغانستان سره د امریکا مستقیم تعامل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو مثبت تحول بولي او ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو حق یوازې له همدې لارې ممکن دی او دا چاره د دواړو لوریو په ګټه بولي. پر دوه اړخیزو اړیکو او تعامل سربېره، افغانستان ته د دغه لوړپوړي امریکايي پلاوي راتګ چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم و، په بهر کې مېشتو مخالفو ډلو، سیمې او نړۍ ته هم مهم پیغامونه له ځانه سره لري او له شک پرته چې دا د اوسني حکومت د فعالې بهرنۍ ډيپلوماسۍ یوه بارزه نښه ده.
له افغانستان سره د امریکا مستقیم تعامل ثابته کړه، چې په بهر کې مېشتو د اوسني حکومت د مخالفو ډلو ټپلو تېرې ټولې هغه منډې ترړې، ناستې، د افغانستان او افغان حکومت خلاف منفي تبلیغات ناکام وو، چې غوښتل یې افغانستان او اوسنی حکومت منزوي وساتي او په یو ډول د افغانستان بهرنی سیاست او بهرنی اړخ په خپل لاس کې واخلي، دوی د همدې کار لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې، پراخ کمپاینونه یې وکړل او په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې داسې ښودله چې ګواکې دوی په خپلو هڅو کې بریالي دي، خو کابل ته د امریکايي پلاوي راتګ دا هرڅه ناسم ثابت کړل او دا یې په ډاګه کړه، چې د افغانستان اړوند مسایلو د بحثونو او خبرو اترو اصلي ځای کابل دی، نه واشنګټن، نه پاریس، نه ویانا او نه دوشنبه، دا چاره به لا له وړاندې سره وېشلې او پاشلې دغه ډلې ټپلې لا پسې منزوي کړي.
کابل ته د امریکايي پلاوي د مستقیم سفر دوهم او مهم پیغام په ګاونډ سیمه او نړۍ کې د افغانستان بدخواهو هېوادونو اړخونو ته دی. دوی تېر نږدې ځلور کلونه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه هڅه کوله، چې د افغانستان، امریکا او نورې نړۍ ترمنځ د تعامل او دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې خنډونه واچوي، دوی به په نړیوالو سټېجونو په پوره سپین سترګۍ د افغانستان خلاف خبرې کولې او په یو ډول یې هڅه کوله چې د افغانستان مستقله بهرنۍ پالیسي او ډيپلوماسي کمزورې او تر تاثیر لاندې وښيي، خو د امریکايي پلاوي وروستي سفر دا هڅه هم ناکامه کړه او ويې ښودله چې د افغانستان اړوند مسایل یوازې په کابل کې د خبرو اترو له لارې د حل وړ دي.
امریکا او افغانستان په خپلو منځونو کې ډېر داسې مسایل لري چې د حل لپاره یې خبرو اترو ته اړتیا شته، دا خبرې باید په مستقیمه توګه لا ډېر پخوا پیل شوې وی، خو د امریکا دننه د افغانستان ضد ځينو کړیو د دې حل مخه نیولې وه، خو اوس د ټرمپ حکومت له هڅو داسې ښکاري چې امریکايي حکومت پر دې پوهېدلی چې د افغانستان په اړه د فشار او د زور پالیسې یې ناکامه وه، نو ځکه یې مستقیم تعامل ته مخه کړه.
د امریکا او افغانستان ترمنځ د مستقیم تعامل دا هڅه مهمه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ډېرو بحثونو او د ستونزو حل ته لاره هوارولی شي. د دغه ډول ناستو لړۍ ښايي نوره هم وغځېږي، په ځانګړې توګه داسې ویل کېږي، چې د ټرمپ حکومت په پام کې لري چې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ یوه مهمه چاره او برخه د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته وسپاري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.