په اوسني عصر کې نړۍوال سیاست د سیالۍ، شخړو، او د هېوادونو د بقاء یو پېچلی ډګر دی، چې دولتونه هڅه کوي خپل امنیت، قدرت او نفوذ وساتي. د نیو ریالیزم له مخې، هر دولت د خپلې بقاء هڅه کوي، ځکه چې که ضعیف شي، له منځه تللای شي.
اوسنۍ ماډرنې جګړې يواځې د عسکر او توپ په وسیله نه بلکې د ډرون، سکاټ، بالسټیک، لیرې واټن ویشتونکو او بحري توغنديو په مټ ترسره کېږي او دا هغه موارد دي چې د جګړې موازنه بدلوي او ورځ تر بلې د نوښت په حال کې دي.
که يوه لور ته د ايران او اسرائيلو اوسنۍ جګړه چې د ټيکنالوژۍ په مټ ترسره کېږي او تر اوسه پورې یې خپل عساکر ځمکنۍ جګړې ته نه دي ښکته کړي، بل لور ته ضعیفو هېوادونو ته په همدې کې لوی درس او پیغام پروت دی چې د جګړې بڼې بدلون کړی او د وخت له شرایطو سره باید ځانونه برابر او مساوي تګ وکړي.
سرپرست حکومت که څه هم تر اوسه پورې ستراتيژیکې اسلحې او د لیرې واټن ویشتونکو توغنديو جوړولو توان نه لري، یا هم د هغو پرمختللو وسايلو د خنثیٰ کولو توان نه لري چې د لويو قدرتونو له خوا کارېږي، خو ځينې اساسي او مؤثر تدابير شته چې له پامه غورځول یې د هېواد او ولسونو پر وړاندې لويه بې پروايي او غفلت ګڼل کېدای شي.
په نړۍواله کچه لوی قدرتونه هم د خپلو ستراتيژيکو اسلحو، بالسټيک توغنديو، ډرون طيارو، ټانکونو، پوځي تجهيزاتو او د اټومي جګړې پر مهال د نظامي رهبرۍ د ساتنې لپاره له تونلونو، سمڅو او تر ځمکې لاندې د نظامي تأسیساتو جوړولو باندې ډېر تمرکز کوي او کار ترې اخلي، ځکه چې د جګړې پر مهال د توغندیو، ډرونونو، او بمبارد پر وړاندې تر ټولو خوندي ځايونه دي او د حساسو وسلو (اټومي، کیمیاوي، توغندیو او نورو) د ساتلو لپاره له مناسبو ځايونو څخه ګڼل کېږي.
چین د “Underground Great Wall” پروژه کې، د ۳،۰۰۰ – ۵،۰۰۰ کیلومترو په اوږدو کې تر ځمکې لاندې تونلونه جوړ کړي، تر څو د جګړې د شدت په وخت کې کار ترې واخلي او د ځوابي بريدونو لپاره چمتووالی په کې ونيسي؛ په همدې ډول روسیې، امريکا، ایران، هند، پاکستان او نورو هېوادونه هم له همدې تکتيک څخه کار اخیستی او همدا د هېوادونو معمول دی چې د جګړې پر مهال خپل وسايل او رهبري وساتي او هم دښمن ته فريب ورکړي، تر څو هدف ښکاره نه شي.
دا چې سرپرست حکومت تر اوسه پورې په سیمه ییزه او نړۍواله کچه داسې ملګری اسلامي هېواد نه لري چې په پوځي برخه کې همکاري ورسره وکړي او يا هم د پوځي صنعت په برخه کې ځوانان ورته وروزي، نو دې ستونزې ته په کتو سرپرست حکومت باید نورو هېوادونو ته په تمه نشي او د خپل توان په اندازه وړې او لویې وسلې، ماینونه، توغندي، بې پیلوټه کوچني د څار/ فدايي ډرونونه جوړ او د پوځي صنعت سکټور ته پوره پاملرنه او وده ورکړي ترڅو په هېواد کې دننه د ځوانانو تخنیکي ظرفیت ورسره لوړ او داخلي خودکفايي ته زمینه برابره شي.
د نړۍ د استخباراتي سازمانونو معمول دی چې د نورو هېوادونو د هرې برخې متخصصین خاصتاً د پوځي صنعت متخصصین د لوړو پیسو په مقابل کې استخداموي او په خپلو هېوادونو کې د ژوند ټولې اسانتياوې ورته برابروي، تر څو د خپل هېواد په ګټه ترې استفاده وکړي؛ د سرپرست حکومت نظامي او امنیتي ادارو ته هم لازم دي چې په سري(پټ) ډول په نورو هېوادونو کې د پوځي صنعت او نورو برخو متخصصین تثبیت او استخدام کړي او له هغه وروسته یې افغانستان ته د راتګ زمینه مساعده کړي، ترڅو د ځوانانو په روزنه کې ترې استفاده وکړي.
افغانستان چې غرنۍ جغرافیه لري او د مهمو نظامي تأسیساتو، قوماندانۍ مرکزونو او وسلو لپاره د زېرزمیني تونلونو او سمڅو جوړولو ته مساعده سیمه ده، نو د سرپرست حکومت د مسؤلینو تمرکز باید دا وي چې د لوړ ارزښت لرونکو نظامي تجهیزاتو، قوماندانۍ مرکزونو، د وسايلو پټولو او د نظام د مهمو کليدي (سیاسي، نظامي، استخباراتي) اشخاصو د ساتنې لپاره تر غرونو لاندې خوندي او مصؤن پټنځایونه جوړ کړي.
سرپرست حکومت باید د مهمو امنیتي ادارو (استخباراتو، دفاع وزارت، داخله وزارت او نورو لومړۍ درجه اشخاصو) د وظيفوي موقعیتونو ترمنځ د تونلونو په واسطه د ميټروګانو جوړولو ته هم پاملرنه وکړي، ترڅو د ناڅاپي شدیدې جګړې پر مهال او نورو اضطراري حالاتو کې یې خوندي او مصؤن انتقال وشي.
د تاریخ له تجربو زدهکړه دا ده چې یو ملت که په تخنیکي لحاظ کمزوری هم وي، خو که د عقل، تدبیر او هوښیار پلان له مخې عمل وکړي، بریا یې شونې ده. سرپرست حکومت، که څه هم له ستراتیژيکو اسلحو او نورو مهمو وسايلو څخه بې برخې دی، خو د هوښیارانه تدابیر نیولو فرصت لري. له همدغه فرصت څخه په استفادې باید پورتني موارد تطبیق کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.