
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ويلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د صنعتي زونونو د قانون توشیح او له بهره راستانه شویو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو مقرره د ياد وزارت د تېر کال له مهمو پرمختګونو څخه شمېرل کېږي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې د هېواد د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۳ ميليارده ډالرو ته رسېدلې او دا مهال له څه باندې سل هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لرو.
د نوموړي په وینا تېر کال په هېواد کې دننه ۲۷ سوداګریز نندارتونونه جوړ شوي او افغان تولیدات یې په ۱۷ نړيوالو او سیمه ییزو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
هغه زياتوي چې دا مهال د اقتصادي ودې په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره ۱۶ دوه اړخیزې هوکړې هم لاسلیک شوې دي.