
په روسیه کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي، مولوي ګل حسن حسن ویلي، چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) سره د اړیکو او همکاریو بیا پیل ته بشپړ چمتووالی لري.
ښاغلي حسن دغه څرګندونې د روسیې ټاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې کړې.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان استازي به وکولای شي د شانګهای د همکاریو سازمان په راتلونکو ناستو او غونډو کې ګډون ولري.
افغان سفیر ویلي، د شانګهای سازمان غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې د دې سازمان په فعالیتونو کې د افغانستان د فعال ګډون بیا پیل ممکن او عملي دي.

