لیکوال: ارغوان وطنیار
افغانستان هم د فصل نقطه هم د وصل نقطه ده؛ افغانستان د منځني اسیا هیوادونو لپاره د نیکمرغیو دروازه ده، یا د نوموړو هېوادونو لپاره اقتصادي مارکیټ یا اقتصادي څلور لارې ده.
که ګاونډیان او د سیمې هېوادونه غواړي چې دوی اقتصادي، صنعتي، زراعتي او سیاسي رفا ته ورسېږي افغانستان ته دې په ارزښت قایل شي او هر هېواد دې د خپل سهم په اساس دلته د ثبات لپاره کار وکړي.
افغان جغرافیه تل د منځنۍ اسیا لپاره لکه د زړه په مثال رول لوبولی او د دغو هیوادونو اقتصادي شیریانونو ته یې وینه پمپ کړې.علامه اقبال همدې ارزښت ته په کتو ویلي:
آسیا یک پیکر آب و گل است ملت افغان در آن پیکر دل استاز فساد او فساد آسیا در گشاد او گشاد آسیااسیا د اوبو او ګلونو یو واحد وجود دی، افغان ملت په دې ډانچه کې د زړه په څېر دی چې په راحتۍ او هوساینې به یې دا ټول وجود ارامه وي او د دې زړه په ناکرارۍ به ټوله اسیا ناکراره وي.
غربي سیاستوال او دوکتورین نه غواړي چې دغه د اسیا کمربند قوي شي، ځکه د دې کمربند په قوي کېدا غربي اقتصادي ګراف له ورشکستګۍ سره مخ کېږي، غربیان د خپل د صنعت لپاره همدا یو امید لري چې هغه د شرقي هېوادونو ځمکې لاندې ذخایر دي او د هغوی د صنعت د ماشینونو عرابې زموږ په اوبو، تېلو، نفتو او معدنونو تاویږي.
او که اسیایي هېوادونه په یوه خوله خپلې منابعې په خپلو کې سره شریکې کړي دوی به سرمایه دار ترینه خلک وي، د سړي سر عاید به یې د امریکا، برتانیا، جرمني او له فرانسې په مراتبو زیات وي.که افغانستان د وصل له مداره ووځي څه به وشي؟
١- د ایران متزلزله اقتصاد به نور هم له پښو ولویږي.
٢- د پاکستان سبزي او مېوې به ورستې شي، صنعتي دستګاه به یې سقوط شي.
٣- د تاجکستان صنعت به فلج شي او د سوداګرۍ دروازې به یې وتړل شي.همداسې د ترکمنستان، قزاقستان او چین بازارونه به وتړل شي.
دا نن چې د کابل جلال اباد، کابل مزار، کابل کندهار او هرات په لارو د ترانزیټ لوی او واړه موټر چلېږي ښایي ډېر دا فکر وکړي چې دا د نورو هېوادونو تولید او پیداوار د افغانستان مارکیټ ته ننوزي چې په ټوله معنی داسې نه ده، ځکه چې د پاکستان سیخ او سمیټ تاجکستان ته ور روان دي، د ایران تېل او نفت د پاکستان بازارونو ته پمپ کیږي، د تاجکستان او ازبکستان خوراکي توکي د پاکستان تر بازارونو ور روان دي، داسې د چین سوداګریز مالونه ایران، پاکستان او منځني اسیا هیوادونو ته لاندې باندې کېږي.
که دا ټول هېوادونه افغانستان ته د فرصت په سترګه وګوري څه به وشي؟
١- د جګړو لمبې به د دوی لمنو ته نه رسیږي.
٢- د دوی خاوره او عرضي تمامیت به خوندي وي.
٣- د دوی نظامونه به مستحکم وي.
٤- د خلکو د لوږې چیغې به یې وجدانونه نه نااراموي.
٥- اقتصادي او سیاسي اړیکې به یې ښې ګرمې او تاودې وي.
٦- د صنعتي او تولیدي فابریکو بازارونه به یې ګرم وي.
٧ – د دې په ځای چې د ویرې له امله له امریکې وسلې وپیري نو خپل وږي ملتونو ته به اوړه، غوړي، ګاز، تېل او تازه ترکاري اخلي.
افغانستان هم د وصل نقطه ده هم د فصل نقطه، خوښه مو خپله چې کوم یو انتخابوﺉ.
هغه د تراب صیب خبره:ګرېوان مو پرېږده که په ځان مو خپل ګرېوان لورېږي.
دومره مې ووهه چې څومره دې په ځان لورېږي.نو دوی ته د مولانا جلاالدین محمد بلخي دا نصیحت کافي دی:
در این خاک در این مزرع پاک
بجز عشق بجز مهر تخم دیګر نکاریم…