د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما مشرې روزا اوتونبايوا ویلي چې د پنجشېر امنيتي او د بشري حقونو وضعيت ښه دی.
اوتونبايوا همدا راز زياته کړې چې ملګري ملتونه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي، او د دغه سازمان بنسټونه به پنجشېر ته لا ډېره پاملرنه وکړي.