د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې افغانستان کې مېشت وروستی يهودي او د تېر جمهوري حکومت پر وخت کابل کې د کليسا ساتونکی، زبولن سمنتوف د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۱مه اسرائیلو ته رسېدلی دی.
د اسرائیل کان ۱۱ خبري شبکې ویلي چې، سمنتوف واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ترکیې ته تللی و او هلته له درې کاله پاتې کېدو وروسته بالاخره د دوشنبې په ورځ اسرائیلو ته رسېدلی دی.
هندوکشغږ ته د خپلو څېړنو په پايله کې څرګنده شوه چې ياد يهودي او په تېر جمهوري حکومت کې کابل کې د کليسا مشر او يهودي مبلغ د شر او فساد ډلې(مقاومت جبهې) د اړيکو او غير مستقيمې مرستې په واسطه لومړی ترکيې او بيا له هغه ځايه اسرائيلو ته ورسېد.
له هغه ځايه چې څو ځلې د مقاومت جبهې خيالي مشر صهيونيستي اسرائيلو ته د دوستۍ وړانديزونه کړي او د ښکاره او پټې جاسوسۍ دندې یې پر مخ وړي اوس په ياده موضوع کې هم د يهودي جاسوس او فرانسوی الاصله يهودي ميليونر برنارد هنري ليوي او د مقاومت جبهې د خيالي مشر احمد مسعود تر منځ څو ځلې ليدنې شوي او د ياد يهودي د ويستلو پر موضوع یې خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ښکاره د ياد يهودي له افغانستانه ویستل د يوه یهودي اژانس په لاس ویل شوي او ياد اژانس د دې مسئلې په اړه لا ډېر معلومات نهدي وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د دې قضیې د څرنګوالي په اړه څه نه شي ویلی خو؛ په پټه د يادې معاملې اصلي مرسته کوونکی د مقاومت جبهه او د دوی ملګري دي.
د يادونې وړ ده چې ادعا کېده د تېر جمهوري نظام پر وخت د ارګ دننه د يهودانو کليسا فعاله او په پراخه کچه يهوديت او عيسويت ته کار او تبليغ کېده.