
د انساني حقونو نړیوال بنسټ د پاکستان پوځي رژيم په بمبارد کې د افغان کرکټ لوبغاړو شهيدانېدل غندي او وايي چې پر ملکي هدف دا برید د نړیوال بشري قانون او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له منشور ښکاره سرغړونه ده.
د انساني حقونو نړیوال بنسټ دغو پېښو ته په اشاره پر ټولو نړیوالو بشري سازمانونو او پر بشري حقونو ادارو غږ کوي، چې په بیړني ډول د وروستۍ پیښې په ګډون د افغان ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي څېړنه وکړي.