Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»افغان حکومت د دوحې د درېیمې غونډې ګټیالی دی
    افغانستان

    افغان حکومت د دوحې د درېیمې غونډې ګټیالی دی

    عمران آغاعمران آغا2 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب درېیمه غونډه له دوه ورځو خبرو او لیدنو کتنو وروسته پای ته ورسېده؛ دا لومړی ځل وو چې واک ته له رسېدو وروسته افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره مخامخ خبرې کولې.

    د افغان پلاوي مشري د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او د ملګرو ملتونو له لوري د سرمنشي مرستیالې ډیکارلو ګډون کړی وو؛ له دوی سربېره د ۲۵ هیوادونو ځانګړي استازي هم دغې غونډې ته بلل شوي وو.

    افغان حکومت له څو اړخه د دغې غونډې ګټونکی دی.
    لومړی دا چې د غونډې اجنډا له افغان حکومت سره په همغږۍ جوړه شوې وه او دا د دې ښودنه کوي چې افغان حکومت او ملګري ملتونه ورو ورو یو بل ته نږدې کېږي.

    دویم دا چې له ملګرو ملتونو سره د افغان حکومت مخامخ ناسته دا ثابتوي چې ملګري ملتونه او نړۍ، په ځانګړي ډول لوېدیځ هیوادونه، اوس طالبان د افغانستان د اصلي او واقعي واکمنو په توګه پېژني او د یو حکومت په توګه ورسره چلن کوي.

    هغوی ومنله چې افغان حکومت سره له تعامل او خبرو پرته بله لاره نشته او د بحرانونو د مخنیوي او فرصتونو څخه د استفادې له پاره له افغان حکومت سره خبرې یوازینۍ لاره ده.

    درېیم دا چې ښایي تر ټولو مهمه ګټه چې اسلامي امارت ترلاسه کړه، دا ده: چې د مخکیني حکومت مفسدینو او د شر و فساد مشرانو ته ثابته شوه چې د هغوی منډو او سوال و زاریو هیڅ ځای و نه نیوه او طالبانو ترې له جګړې وروسته سیاسي ډګر هم فتحه کړ.

    شر و فساد د دوحې له دغې غونډې وړاندې د اتریش مرکز ویانا کې غونډه لرله؛ هغه فکر کاوه چې د دوحې دغه ناسته به ناکامه یا تر سیوري لاندې راولي، خو هغه د چا خبره چې چا ورته واښه هم وانچول او حاشیې ته پاتې شول.

    داسې ښکاري چې شر و فساد به نور له هرې صحنې بهر کېږي او د دوحې درېیمه ناسته کې د طالبانو مخامخ ګډون طالبانو ته د نړۍ او لوېدیځ له لوري شین څراغ وو.

    مخکینۍ مقالهد صنعت او سوداگرۍ د چارسمبالي وزیر په مشرۍ یو پلاوی ازبېکستان ته ولاړ
    راتلونکي مقاله ازبېک پانگه‌والو اقتصادي مرستیال ته په ډېرو برخو کې د پانگونې ټټر وهلی

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025

    کورنیو چارو وزارت: د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه له ۱۴ میله توپنچو سره نیولي

    23 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 اگست 2025

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پیل شوې مبارزه مو د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو زېږنده ده او د دې د دوام لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته اړتیا نه‌لرو

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازي، وروستیو…

    د سوډان په جنوبی کردفان ایالت کې ۴۶ تنه د لوږې له امله مړه شوي

    24 اگست 2025

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ دوه ټانکونه له منځه وړي

    24 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پیل شوې مبارزه مو د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو زېږنده ده او د دې د دوام لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته اړتیا نه‌لرو

    24 اگست 2025

    د سوډان په جنوبی کردفان ایالت کې ۴۶ تنه د لوږې له امله مړه شوي

    24 اگست 2025

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ دوه ټانکونه له منځه وړي

    24 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،007 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،950 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،974 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.