د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، “په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان مشهور او وتلی دیني عالم د پاکستان د کراچۍ په بنوري ټاون جامعه کې د تفسیر او حدیثو استاد مولانا محمد انور بدخشاني وفات شو.”
ښاغلي مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ” نوموړی د لسګونو کتابونو مصنف، د زرګونو علماء کرامو استاد او خورا پياوړې علمي هستي وه.”
په خپرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د نوموړي د وفات له امله د هغه کورنۍ، شاګردانو او ټولو متعلقینو ته تسلیت وايي.