Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»افغان حکومت غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ
    افغانستان

    افغان حکومت غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

    صابر افغانصابر افغان13 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په غزې تړانګه کې د جګړې پای ته رسولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا طرحې تصویب ملاتړ کړی او هغه یې په غزې تړانګه کې د نسل وژنې پای ته رسولو لپاره لومړنی پر ځای او مؤثر ګام بللی دی.

    بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: “په غزې تړانګه کې د دایمې اوربند لپاره رغنده خبرو ته اړتیا ده، څو د دې تړانګې وګړو ته د عادي ژوند زمینه برابره شي”.

    افغان حکومت یو ځل بیا د صهیونیسي رژيم جنایتونه غندلي او د یوه ازاد او خپلواک هېواد لرلو لپاره یې د فلسطین د خلکو د تاریخي حق ملاتړ کړی.

    د ملګرو ملتو امنیت شورا وړمه ورځ غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن وړاندې کړې طرحه تصویب کړه، چې حـ.ـماس غورځنګ یې ملاتړ وکړ او د دې طرحې د پلي کولو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

    په غزه کې شاوخوا اته میاشتې وړاندې هغه مهال جګړه پیل شوه، چې حماس په اسرائیلو یو ناڅاپي برید وکړ، په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او سلګونه نور د حماس لخوا یرغمل شول.

    د حماس د برید را وروسته اسرائیلي یرغلګرو په غزې تړانګه د حماس د ځپلو لپاره بریدونه پیل کړل، چې له هماغه وخته یې تر دې مهاله شاوخوا ۳۷ زره فلسطینیان وژلي او څه باندې ۸۰ زره نور یې ټپیان کړې دي.

    د دغې جګړې تر ټولو زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

    وروستي راپورونه ښیي چې په غزه کې یوازې ۳۳ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دغې جګړې له امله ۸ زره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

    مخکینۍ مقالهپه غزه کې شاوخوا ۳۳ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
    راتلونکي مقاله د امریکا په پوځ کې د سرتېرو ځان وژنه څو برابره زیاته شوې

    مربوطه لیکنې

    ملا محمد حسن اخند د مالیزیا له لومړي وزیر سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو غږېدلی

    26 مارچ 2026

    د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو پر عادلانه وېش ټینګار شوی

    26 مارچ 2026

    دفاعي ځواکونو سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل

    25 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 26 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني عسکر هلاکت کړي

    «اتحاد المجاهدین پاکستان» سازمان ویلي، چې وسله‌والو یې د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان او خیبر…

    لندن کې د اسلام آباد ناستې دویم پړاو؛ د مخالفینو پر تندي د اجیرۍ تازه مهر

    26 مارچ 2026

    ملا محمد حسن اخند د مالیزیا له لومړي وزیر سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو غږېدلی

    26 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني عسکر هلاکت کړي

    26 مارچ 2026

    لندن کې د اسلام آباد ناستې دویم پړاو؛ د مخالفینو پر تندي د اجیرۍ تازه مهر

    26 مارچ 2026

    ملا محمد حسن اخند د مالیزیا له لومړي وزیر سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو غږېدلی

    26 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،079 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،155 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.